
د بجلۍ د زیات شوو بلونو، ګرانۍ، او نویو ټېکسونو پر ضد د اسلام اباد سره په پوله د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د جماعت اسلامي احتجاجي ناسته د جولای له ۲۶مې راهیسې روانه ده. جماعت اسلامي د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاجي پرلت اعلان کړی و، خو انتظامیې اسلام اباد ته د ورتګ اجازه ور نه کړه او ځینې کارکنان یې ونیول، چې بیا وروسته د ضمانت په ترڅ کې خوشې شول. احتجاج کوونکي د بجلۍ د تولید د شخصي شرکتونو سره د تړونونو د ختمولو غوښتنه هم کوي. حکومت د جماعت اسلامي سره د خبرو اترو لپاره کمیټه جوړه کړې ده، خو لا مذاکرات کامیاب شوي نه دي. Читать дальше...
د اسماعیل هنیه د وژنې ضد د پاکستان په ځینو ښارونو کې احتجاجونه او د جنازې غایبانه مونځونه شوي دي. د پاکستان د مرکز اسلام اباد په ګډون په کراچۍ، پېښور او نورو ښارونو کې احتجاجونه وشول او ګډونوالو د فلسطین په حق او د اسراییلو ضد شعارونه ورکړل. هنییه د جولای پر ۳۱ په ایران کې وژل شوی دی. هغه د امریکا او اروپا له لوري ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس د سیاسي دفتر مشر وو. تفصیل په ویډیو کې
په ایران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژلو پراخ غبرګونونه پارولي دي. هنیه چې د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون په هدف تهران ته تللی و، نن سهار وختي په خپل هستوګنځي کې تر برید لاندې راغی. ایران او حماس ډلې دواړو د برید پړه پر اسراییل اچولې او د غچ اخیستنې ګواښونه یې کړي دي. نور په دې ویډیو کې وګوری
په پېښور کې د کورمې شيعه او سني ځوانانو پرلت وهلی. دوی وايي په کورمه کې په جنګبندۍ خوشاله دي خو د ځمکو پر سر لانجي په دايمي ډول حلېدل غواړي. دغو ځوانانو مشال راډيو سره په خبرو کې پر حکومت تور پورې کړ چې د خلکو د وژنو ننداره کوي او د مسایلو د حل لپاره سنجيده نه دی. خو د خیبر پښتونخوا حکومت ويلي چې د ځمکو شخړې او په کورمه کې د دایمي امن لپاره هلې ځلې روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د ځمکې پر سر پيل شوې شخړه د شيعه او سنيوګړيو ترمنځ پر فرقه ییزې شخړې بدله شوه. په دې جنګ کې ۴۷ کسان وژل شوي او ۱۷۰ ژوبل شوي دي. Читать дальше...
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په کورمه کې د شیعه ګانو او سنيانو ترمینځ د جګړې لاملونو ته ځانګړې شوی دی.
ايران وايي د فلسطینۍ ډلې، حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعيل هنيه په تهران کې وژل شوی دی. حماس د امريکې او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله اعلان شوې. د هنیه د مرګ د څرنګوالي په اړه ډير تفصي نشته خو حماس پر ټيليګرام ويلي چې نوموړی د اسراييلو په هوايي برید کې وژل شوی او له اسراييلو یې د غچ اخیستو هوډ ښودلی. اسراييلو د هنیه د مرګ په اړه تر اوسه څه نه ديويلي خو قطر، پاکستان، ايران، روسیې او ګڼو نورو هېوادونو دا وژنه غندلې او وايي دا به په غزه کې جګړه نوره اوږده کړي. په دې اړه د ګل ایاز ويډيو راپور وګورئ
د چین چنرال قونسل یانګ یودونګ د جولای پر ۳۰مه په کراچۍ پریس کلب کې خبریالانو ته وویل چې سیپیک او ګوادر د نړیوالو رابطو لپاره مهم بندر دی. هغه وویل چې د سیپیک په دویم پړاو کې به شخصي شرکتونه پانګونې ته راوبلل شي.
د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدي مشال راډیو ته وویل، چې د جولای ۳۰مې په شپه، په لنډي کوتل کې د پولیسو په ګزمه په هغه برید کې یو پولیس افسر او یو عادي وګړی ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د منګولیا په پلازمېنه اولانباتار کې د ګاډو د شور او ماحول الودګي یا ککړتیا زیاته شوې چې له وجې یې په زرګونو کسانو په کلیو کې اوسېدو ته مخه کړې ده. د هغه ښار اوسېدونکي وايي، مرام یې یوازې صحتمند او له سکونه ډک ژوند تېرول نه بلکې خپل پخواني دودونه ژوندي کول هم دي. دا کیمپېن پر ټولنیزو شبکو له یو پوسټه پیل شوی او اوس کلیو ته د کډه شویو کسانو شمېر ۱۷،۰۰۰ ته رسېدلی دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د جولای دېرشمه په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه ویډیويي پيغام کې د افغانستان د یو شمېر سیاسي استازولیو قونسلي خدمات بې اعتباره اعلان کړل. خو په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو په دې اړه غبرګون ښودلی دی.