ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 20.07.2024

ننګرهار کې توپان؛ ساجدالله ونه شوه کولی چې د کورنۍ غړي له خاورو خټو وباسي

Pa.azadiradio.com 

ساجدالله د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د تېرې اوونۍ په شدید توپان کې یې د کورنۍ ۱۱ غړي مړه شوي دي. هغه په اوښکو ډکو سترګو سره وایي چې ویې نه شو کولی د کورنۍ غړي، چې په کې ماشومان هم شامل وو، پرې د پریوتي کور له خاورو خټو راوباسي.

په اوړي کې د عراقي کردستان دهوک ته ډېر سېلانیان ورځي

Mashaalradio.com 

د عراق کې په بغداد او ځینو نورو ځایونو کې په اوړي کې ډېر ګرمۍ وي او تودوخه ډېر وخت د ۴۵ درجې سینټي ګرېډ نه پورته وي. خلک له ګرمۍ د خلاصون لپاره د کردستان سیمې دهوک ته ځي. دهوک کې ډېر ښکلي غرونه، د اوبو تالابونه، چمنونه او ابشارونه شته. سیلانیان په دهوک کې له خپلو کورنیو او دوستانو سره د هغه ځای د ښایسته موسم او نظارو څخه خوند اخلي. هغوی وایي چې په دهوک کې استوګنه او خواړه ارزان دي او بهر ته د تللو پرتله ورته هغه ځای ډېر ښه تمامېږي. منور شاه د اسوشيېټېډ پریس لپاره په دې اړه یو ویډیو راپور جوړ کړی دی چې نور حال پکې لیدلای شئ.