ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 26.07.2024

ګنډه پور: په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیرعلي ویلي دي چې د بنو پرلتوالو ټولې غوښتنې یې منلي دي. علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۶مه بنو ته لاړ او پرلتوالو ته یې په وینا کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې عملیات نه مني. هغه پولیسو ته امر وکړ چې په سیمه کې د هر ډول وسلوالو ډلو ضد کارروایي وکړي. د وزیراعلا تر اعلان وروسته، پرلتوال کورونو ته لاړل. پرلت د جولای پر ۱۹مه له هغه وروسته پیل شوی وو چې د پرلتوالو په وینا، پوځ یې پر سوله ییز احتجاج ډزې وکړې چې یو تن پکې ووژل شو او ۲۷ نور ټپیان شول. ویډیویي راپور.

د افغانستان د شپږو لوبغاړو په ګډون د پاریس المپیکي سیالۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې په  کوربه‌توب په پاریس کې د سږ کال المپیکي سیالۍ نن جمعه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پیلېږي او د اګست میاشتې تر ۱۱مې دوام کوي. د افغانستان درې نارینه او درې ښځینه لوبغاړې د درې رنګه بیرغ لاندې په دې سیالیو کې ګډون کوي.

د کراچۍ بندر مزدورانو د خپلو دندو خوندیتوب لپاره پرلت وهلی دی

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په بندر کې د ډاک لیبر بورډ غړي له تېرو څو ورځو راهیسې د کراچۍ پورټ ټرسټ دفتر مخې ته احتجاج کوي. پرلتوال وایي چې حکومت یې له دندو د لرې کولو هڅې کوي او د کراچۍ بندر ځینې برخې بهرنیو شخصي کمپنیو ته سپارل غواړي. د کراچۍ په بندرګاه کې ډېری مزدوران پښتانه دي چې له لسیزو راهیسې هلته کار کوي. حکومتي چارواکي وایي د مزدورانو له مشرانو سره یې خبرې پیل کړي دي او ډير ژر به دا ستونزه هواره شي. ویډیویي رپورټ

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي حکومت دې له خلکو د بیان ازادي‌ نه اخلي‌

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي چې حکومت دې معلوماتو ته په لاسرسي کې ولس ته ستونزې نه جوړوي او په ایین کې دې یاد شوي حقونه ورکړي. د کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اکبر خان مشال ته وویل چې له وروستیو حکومتي پرېکړو داسې ښکاري چې نه یوازې به د بیان ازادي زیانمنه کړي بلکې د بشري حقونو پر کارکوونکو به هم اغېز وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د قانون وزارت په اسلام اباد کې یوشمېر عدالتونو ته په انټرنېټي جرمونو کې د ککړو کسانو پرضد د مقدمو پر مخ وړلو ته خواست کړی دی. یاد وزارت ویلي چې هغه مقدمې... Читать дальше...

د امن سپین بیرغ به واخلم": په شانګله کې د سولې مشاعره شوې"

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د ناامنۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو اعلان کړی دی، په شانګله کې د سولې په نوم مشاعره شوې ده. د جولای ۲۱مې مشاعرې ته ګڼ شاعران ورغلي ول چې په خپلو کلامونو کې یې د ناامنۍ پرضد غږ پورته کړ. ویډیويي رپورټ.

یونېسکو عراق کې یو لرغونی جومات او یوه کلیسا رغوي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي چارو اداره (یونېسکو) د عراق په موصل کې د النوري په نوم یو لرغونی جومات او د الطهره په نوم مشهوره سوریایي کیتلېک کلیسا رغوي. هغه ودانۍ په ۲۰۱۷ز کال کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د واکمنۍ پر مهال زیانمنې شوې وې. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.