
د فرانسې ښي اړخی افراطي ګوند د جولای د اومې د پارلماني ټاکنو کې ونه توانېد څو اکثریت رایې ترلاسه کړي او درېیم ځای ته راښکته شو. په فرانسه کې د افغانانو د ټولنو ځینو غړیو په دې موضوع خوشحالي وښوده چې ښي اړخی ګوند په قدرت کې نه وي او په دې به ونه توانېږي څو د یوځای کېدو پر وړاندې محدودیتونه وضع کړي.
د کعبې غلاف یا څادر په کال کې یو ځل بدلول کېږي. سږکال دا مراسم د اسلامي کال د اولې میاشتې، یعنې محرم په لومړۍ نېټه چې د جولای له اوومې سره سمون خوري، ترسره شول. د سعودي عرب د خبري ادارې ایس پي اې تر مخه، د کعبې غلاف ۱۳۵۰ کلوګرامه وزن او ۱۴ میټره اوږدوالی لري. د دې غلاف په جوړولو کې د ۱۰۰۰ کلوګرامو د ریښمو، ۱۲۰ کلوګرامو سرو زرو او ۱۰۰ کلوګرامو سپینو زرو تار استعمال شوی او دوه کروړه سعودي ریال لګښت پرې شوی چې د سعودي عرب باچا ادا کړی دی. په دې اړه نور تفصیل په ویډیویي رپورټ کې
نن مو په روغتیا او درملنه کې پر تاو وهنې او جل وهنې خبرې کړې دي. اورئ چې جل وهنه او تاو وهنه کوم حالت ته وايي، علامات یې څه دي او په دې صورت کې څه کول په کار وي؟ روغتیاپالان وايي چې تاو وهنه او جل وهنه سمدستي علاج ته اړتیا لري که نه د وجود اعضاوو ته لوی زیان رسېدای شي. له دې پرته له جل وهنې څخه د ځان ساتلو په اړه مشورې هم درکوو. بشپړه خپرونه واورئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي چې ګيله من وزير ته دا مهال په روغتون کې د ساه اخیستو مشين لګېدلی دی. هغه د مشال راډيو خبریال ګوهر مسید سره په دې مرکه کې وويل چې د ګيله من حالت ښه نه دی خو دوی بیا هم د اميد لمن نه پريږدي. پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې د شمالي وزیرستان د يو تن ازاد داوړ په خلاف د پولیسو سره اېف ای ار درج کړی. د پولیسو سره په درج شوي راپور کې دعوه شوې چې د جولای پر اوومه، داوړ له ګڼو نورو کسانو د يو پلان له مخې پر ګيله من وزير حمله کړې ده. تر اوسه د اسلام اباد پولیسو... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ګيله من وزیر لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. پر هغه حمله چا کړې او له هغه سره څه پېښ شوي؟ دا په دې ويډيو کې وګورئ چې د مشال راډيو همکار، ګوهر مسید نن سهار له اسلام اباده رالېږلې ده.
په کیڼ لاسې جبهه کې زرغون ګوند، ټولنپاله ډېموکراټان، کمیونسټان او د ژان-لوک مېلانشون "نه ټیټېدونکې فرانسه" ګوند شامل دي.
د سي ټي ډي پولیسو یو مشر اصف اعجاز شېخ تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې په ډي اېس پی علي رضا د جولای پر اوومه په کریم اباد سیمه کې له ګاډي څخه تر وتلو وروسته وسلوالو ووژاه.
داسې اټکل نه کېده چې د مارین لوپېن په مشرۍ د «ملي لاریون» په نوم ښي اړخی ګوند دې د فرانسې په ټاکنو کې د پارلمان په ۵۷۷ څوکیو کې اکثریت خپل کړي
د عزم استحکام عملیاتو ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ، اسلام اباد، کوټه، پېښور، واڼه او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. احتجاج کونکو وویل چې د حکومت لخوا اعلان شوي د عزم استحکام په نامه عملیات ورته د منلو نه دي. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د عملیاتو پرېکړه بېرته واخلي او په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ ختمولو لپاره خپلو پاليسو ته بيا کتنه وکړې. احتجاج کونکو ویل چې په تېرو وختوونو کې په پوځي عملیاتو کې پښتنو ته ډېر زیانونه اوښتي دي او سیمې تراوسه د ناامنۍ ښکار دي. Читать дальше...
په هلمند کې خلک له سختې ګرمۍ شکایت کوي. د لښکرګاه په یوه څنډه کې هره ورځ سلګونه کسان د کار لپاره ولاړ وي. دوی وايي، هوا ګرمه ده، خو د کار کولو پرته بله چاره نه لري.