
په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر عمر ايوب خان د جولای پر نهمه په خپلو خبرو کې وويل چې دا کار "د ټولنې د معذورولو طریقه" ده.
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ارزان بازار کې د اور لګېدو په پېښه کې تر ۵۰۰ زیات دوکانونه سوځېدلي دي. د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اسلام اباد د پرمختیايي چارو ادارې (سي ډي اې) ته د جولای ۱۰مې د اور د پلټنو امر کړی دی. په هغه بازار کې زیاتره دوکانونه د پښتنو دي او پکې تر دې مخکې هم د اور لګېدو پېښې شوې دي. ویډیويي رپورټ.
ښايي د طالبانو تر بیا واک ته رسیدو مخکې مو د عابدې محمدي رسمونه د کابل پر دېوالونو لیدلي وي. هغه اوس په ترکیه کې ده.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د پاکستان حکومت له خوا د اعلان شويو "عزم استحکام" پوځي عملیاتو ضد د احتجاجونو اغېز ته ځانګړی شوی دی.
په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده ده او د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په ګډون د بشري حقونو لسګونو سازمانونو او ټولنو له اسلام اباده غوښتي دي چې هغه ټولنیزه شبکه دې ژر بحاله کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فېلېپو ګراندې د جولای پر اوومه پاکستان ته تللی وو. هغه خپل درې ورځنی سفر له پېښوره پیل کړ او وروسته هريپور ته ولاړ. نوموړي په پاکستان کې له افغان کډوالو او له پاکستانیو چارواکو سره وکتل.
د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ وايي چې د درملنې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ فعال او شاعر ګیله من وزیر اروپا ته پر استولو بحث روان دی. نوموړي د جولای پر نهمه شپې مهال د اسلام اباد په پېمز روغتون کې مشال راډیو ته وویل چې له هېواده د وزیر بهر د استولو بهیر خورا اوږد دی. دا په داسې حال کې ده چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین ویلي دي چې د ګیله من وزیر بهر ته د لېږدولو تیاری یې کړی دی خو ډاکتران وايي چې د هغه روغتیايي وضعیت د سفر اجازه نه ورکوي. وزیر د جولای پر اوومه په... Читать дальше...
د جولای پر ۲۶مه په پاريس کې پيلېدونکو اولمپېک سیالیو کې د ګډون لپاره یوه پاکستانۍ نخښه ویشتونکې کشماله طلعت هم ټاکل شوې ده. کشمالې د پنجاب په جهلم کې د پوځي او نړیوالو روزونکو لخوا د نخښې ویشتو روزنه ترلاسه کړې ده. هغه وايي چې په پاکستان کې په ټوپک نخښه ویشتل د نجونو لپاره یو ټولنیز بندیز ګڼل کېږي خو هغې په بېلا بېلو سیالیو کې د مډالونو په ګټلو سره دا ثابته کړه چې نجونې هم د هلکانو په څیر نخښه ویشتلی شي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور.