ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 27.07.2024

مثلث: په المپیک کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو د ګډون اهمیت

Pa.azadiradio.com 

په پاریس کې د المپیک روانې لوبۍ، لومړنۍ لوبې دي چې، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ترسره کېږي. په دې المپیک کې شپږ افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده.له پاکستانه هم یوشمیر لوبغاړي فرانسې ته تللې خو په دغه هیواد کې د لوبغاړو پر انتخاب ګڼ اعتراضونه شوې دي. په دې اړه دلته بحث لیدلی او اوریدلی شئ

د سولې سندره: زما افغانې مورې

Mashaalradio.com 

د "زما افغانې مورې" په نوم سندره د سولې د هغو ۱۰ سندرو له ټولګې څخه ده چې د مشال راډیو په مالي او تخنیکي مرسته تیاره شوې ده. تاسې کولای شئ چې و یې ګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ. سندرغاړی: عادل سنان شاعر: عبدالله پيکار کمپوز: هارون باچا

ملګرو ملتونو په سپیره ولسوالۍ کې ۸۴ پراختیایي پروژې پلې کړې

Mashaalradio.com 

د خوست ولایت د سپیرې په لیرې پرته ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مالي ملاتړ د اوبو، ساتندویه دیوالونو، ویالو او کلیوالي سړکونو د پروژو کار بشپړ شو. په دې برنامه کې، چې یو کال یې دوام وکړ، تر ډېره د خلکو د کار موندنې لپاره وه او په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ په ۷۱ کلیو کې ۸۴ پروژې پلې شوې. ځايي خلکو په دې پروژو خوښي څرګنده کړه، خو ویې ویل چې د یادې سیمې خلک لا هم د ژوند په هره برخه کې ګڼې ستونزې لري او د دا ډول نورو پروژو پلي کېدل غواړي. ویډیویي رپورټ.

په کوټه او پېښور کې د عمران خان خوشي کولو لپاره احتجاجونه شوي دي

Mashaalradio.com 

تحریک تحفظ ایین پاکستان غورځنګ د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د خوشي کولو لپاره احتجاجونه کړي دي. د جولای پر ۲۶مه په کوټه او پېښور کې احتجاج کوونکو د ګرانۍ، عزم استحکام عملیاتو، او د بنو پر امن پاڅون د ډزو مخالفت هم وکړ. د کوټې احتجاج ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وینا وکړه او وې ویل چې د ولس په ملاتړ د اوسني حکومت د نړولو هڅه کوي. هغه تور ولګوه چې موجوده حکومت په زور راغلی دی. د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان او د هغه مېرمن، بشره... Читать дальше...