ru24.pro

World News in Pashto

Новости от Russia24.pro

Russia24.pro Каталог
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

Все новости

په روژه کې افغان ښځو د مرباوو او اچارو کاروبار زیات شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د روژې په رارسېدلو سره یو شمیر افغان نجونې او میرمنې وايي، په کورونو کې یې مرباګانې، چکنيانې(چټني) او اچارونه جوړ کړي دي. دوی وايي، دا کار یې ځکه کړی، چې ورته ارزانه تمام شي او صحي. ډاکټران وايي، دا خوراکي مواد باید په کافي اندازه استفاده شي، د جوړولو پر مهال یې د موادو په کارولو کې احتیاط وشي او په ځانګړي ډول هغه کسان چې د معدې تکلیفونه او یا د شکرې ناروغي لري باید ډیره استفاده ترې ونه کړي. د روژې په ماښامي کې اچار او چکني او په پېشنمي کې هم مربا دا په افغانستان په ډیریو دسترخوانونو ایښي معمول خواړه... Читать дальше...

يو اېن هېبېټېټ: تیرکال په ۲۸ ولایتونو کې له دیرش زره زیات کسان ناڅاپي سیلابونو زیانمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو پروګرام (يو اېن هېبېټېټ) وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې له ۳۱ زره څخه زيات کسان د ناڅاپي سېلابونو له امله زيانمن شوي دي. دې ادارې نن پنجشنبه (۳۰ دلو، ۱۹ فبروري) په اېکس شبکه کې په يوه بیان کې وليکل چې په افغانستان کې اقليمي اغیزې په زياتېدو دي. د افغانستان بېلابېلو ولايتونو په وروستيو کلونو کې د مرګونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهدان پاتې شوي دي. دا هیواد د هغو لسو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د اقليمي بدلون پر وړاندې تر ټولو زيات زيانګالي دي.

ایران ته د امریکا د متحدو ایالتونو نوی ګواښ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو ایران ته بیا ګواښ وکړ چې دا به ورته ښه وي چې له واشنګټن سره یوې موافقې ته ورسیږي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ د چهارشنبې په ورځ وویل چې "ایران به ډېر هوښیار وي که د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یوه هوکړه وکړي." دا وروسته له هغې چې د سویس په جنیوا کې د سې شنبې په ورځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو دوهم پړاو له کومې نتیجې پرته پرته پای ته ورسېد. لېوېټ خبریالانو ته وویل چې که څه هم په دې خبرو کې یو څه پرمختګ شوی، "خو موږ لا هم په ځینو موضوعاتو کې ډېرسره لېرې... Читать дальше...

د جرمني د کورنیو چارو وزارت: ډیرژر به له پاکستانه جرمني ته د هغو افغانانو د لیږدولو بهیر بشپړشي چې هغه هیواد منلي دي

Pa.azadiradio.com 

په برلین کې چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې جرمني ته د هغو افغانانو د لیږدولو بهیر نژدې په بشپړیدو دی چې دې هیواد منلي دي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل چې د افغانستان لپاره د منلو فدرالي پروګرام شاوخوا ۲۳۰ کسان او د پخوانیو محلي کارکونکو او د هغوی د خپلو خپلوانو په ګډون شاوخوا پنځوس کسان، دا مهال په پاکستان کې جرمني ته د سفر لپاره انتظار باسي. دې ویاندې زیاته کړه چې جرمني ته دهغوی د لیږدولو پروګرام به په چټکۍ عملي شي. د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې دې چارواکې همدارنګه... Читать дальше...

د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې نن افغانستان له کاناډا سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) دافغانستان ټیم له کاناډا ، سیریلانکا له زیمبابوې او ویسټ انډیز له استرالیا سره لوبې کوي. د افغانستان او کاناډا لوبه د هند د چینای په سټوډیوم کې د افغانستان په وخت د ماښام ۶ بجې پیلیږي. د افغانستان ټیم په دغه جام کې تراوسه درې لوبې کړي چې نیوزیلند او جنوبي افریقا ته یې لوبې بایللی خو د متحدو عربي اماراتو ټیم څخه یې لوبه ګټلې ده . شل اوریز نړیوال جام د هند او سیریلانکا په ګډ کوربتوب پیل شوی او وروستۍ لوبه یې د مارچ په اتمه ترسره کیږي.

د سپوږمکیو تصویرونه ښيي چې ایران په خپلو نویو پوځي تاسیساتو باندې د کانکریټو یو سپر جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د سپوږمکیو تصویرونه ښيي چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې په خپله یوه مهمه پوځي اډه کې نویو تاسیساتو باندې د کانکریټو یو سپر جوړ کړی او هغه یې په خاورو پوښلی او بند کړی دی. دغه راز تصویرونه ښيي چې د ایران حکومت دیوې اټومي اډې ورودي تونلونه چې تیرکال اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جکړې په مهال دامریکا لخوا بمبارد شول پوښلي دي. یوې بلې اډې ته نږدې ورودي تونلونه رغول شوي او د راکټونو یوه اډه چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې په مهال زیانمنه شوې وه هم رغول شوې. د رویټرز د خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې اسراییل او امریکا سره... Читать дальше...

غزنی کې ترافیکي پیښو مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د چهارشنبې په ورځ( دسلواغې په ۲۹ مه ) د کابل- کندهار په لویه لار یوه ترافیکي پیښه کې ۳ کسه مړه شول. دا پیښه د یوه مسافر وړونکي او یو بارووړونکي موټرد ټکر څخه رامینځ ته شوه. د سه شنبې په ورځ هم په غزنې ولایت کې دیوې بلې ترافیکي پیښې په نتیجه کې ۷ کسو ته مرګ ژوبله واوښته او دغه راز د کابل ننګرهار په لویه لاره یوه ترافیکي پیښه کې ۲ کسه مړه او ۲ نور ټپیان شول. د لارو خرابوالی ، د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول په افغانستان کې د ترافیکي پيښو اصلي عوامل ګڼل کیږي.

کابل کې ۵ کسه د قمار په جرم  او یو کس د لواطت په تور په عام محضر کې په درو ووهل شول

Pa.azadiradio.com 

کابل او چهاراسیاب ولسوالۍ کې ۵ کسه د قمار په جرم او یو کس د لواطت په تور په عام محضر کې په درو ووهل شول. د طالبانو د حکومت سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ ( دسلواغې په ۲۹ مه ) په خپل ویبسایټ ولیکل چې دغو کسانو ته د ابتدايي محکمو د پریکړو سره سم او د سترې محکمې له تائيد وروسته سزا ورکړل شوه. ستره محکمه زیاتوي چې دغه ۵ کسه په ۶ میاشتو تنفیذی حبس هم محکوم شوي او هر یو ۱۵ درې ووهل شول. دغه راز متهم کس پر ۲۹ درو تعزیري سزا محکوم شوی وو. د طالبانو د حکومت لخوا په عام محضر کې د سزاګانو تطبیق له ګڼو داخلي... Читать дальше...

اوچا او شریکانو یي افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د غبرګون پلان وړاندې کړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري  چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) او شریکانو یي د ۲۰۲۶ کال لپاره افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د غبرګون پلان (HNRP) وړاندې کړ. د پلان سره سم د ۱،۷۱ ملیارډو ډالرو په لګښت   ۱۷،۵ ملیون اړمنو خلکو ته مرستې رسول کیږي.