ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 01.07.2024

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګروملتو په کوربه توب غونډه نن په دوهمه ورځ دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

په هغه هوټل کې، چې دا غونډه پکې ترسره کېږي، خبریالان شته خو د راپور ورکولو او ویدیو اخیستلو اجازه نه ورکول کېږي. ټاکل شوې ده چې د غونډو په پای کې د ملګروملتو او طالبانو استازي په یوه ناسته کې د دوحې د درېیمې غونډې د پایلو په اړه څرګندونې وکړي. د ازادۍ راډیو خبریال احمد تکل چې دوحې ته تللی له هغه ځایه نور حال وايي:

په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې نن دویمه ورځ ده

Mashaalradio.com 

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ناست مشري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله روزمېري ډېکارلو کوي او په افغانستان کې د هغه سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره روزا اوتونبایېوا هم ورغلې ده.

فېنلينډ کې د لوبو د اسونو د ځغل سيالۍ شوي

Mashaalradio.com 

په فېنلينډ کې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې هر کال په جون میاشت کې د ټوکانیو يا د لوبو د اسونو د ځغل نړیوالې سیالۍ کېږي. په سیالیو کې سږ کال له ۲۲ هېوادونو ورغلیو ۲۶۰ لوبغاړو برخه اخيستې وه چې د حقيقي اسونو په څېر يې په تېزۍ سره له پاټکونو د اوښتو مظاهره وکړه. د سیالیو منتظمین وايي چې په نړۍ کې خواوشا ۱۰،۰۰۰ کسان د لوبو د اسونو د ځغاستې لوبغاړي دي او تمه ده چې ډېر ژر به دا لوبه هم د یوې رسمي نړیوالې لوبې په حيث وپېژندل شي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

ذبیح الله مجاهد ولې په دوحه کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دوحه کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي. مجاهد په دې وروستیو کې خپل دفتر له کابل څخه کندهار ته چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده اصلي اډه او د اوسیدو ځای دی، انتقال کړ. اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چې دوحې ته د دوی د پلاوي مشري ولې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر یا بل ډیپلومات نه کوي؟ خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی وايي، قطر ته د طالبانو د پلاوي د مشر په توګه د مجاهد د سفر اصلي لامل له ملا هیبت الله سره د مجاهد نږدېوالی دی. د ازادۍ راډیو خبریال احمد تکل په دوحه... Читать дальше...