ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 03.07.2024

کراچۍ کې فعالانو یو مسیحي ته مرګ سزا اورول کېدو ضد مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې فعالانو او د مسیحیانو (عیسویانو) ټولنې په پنجاب کې يو مسیحي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده. د جولای د دویمې مظاهرې ته د بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو یوې ټولنې عورت مارچ منتظمين او عيسويان ورغلي ول. هغوی پر احسان شان لګېدلي تورونه رد کړل او و یې ویل چې د پرېکړې پرضد اعلا عدالتونو ته ځي. د جون پر ۲۹مه د پنجاب په ساهیوال کې یو عدالت شان ته د مذهب سپکاوي په قضیه کې د مرګ سزا واوروله. پر هغه تور وو چې تېر کال يې د پنجاب په جړاوالا کې د مذهب سپکاوي په... Читать дальше...

پاکستان ولې د وسلوالو ضد تګلاره کې افغانستان کې دننه د حملو خبره په پام کې نيولې؟

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د پاکستان د دفاع وزیر لخوا د افغانستان په داخل کې د وسلوالو پر پټنځايونو د بريدونو دړکې ته په پام د اسلام اباد او طالبانو حکومت د تعلقاتو جاج اخيستو ته ځانګړی شوی دی.

برتانوۍ لوبغاړې وایي پر ماشوم زېږولو سربېره په اولمپېک سياليو کې برخه اخلي

Mashaalradio.com 

د برتانیې د نخښې ويشتلو يوه لوبغاړې وايي چې د ماشوم زېږولو باوجود د اولمپېک سياليو لپاره چمتوالی نيسي. امبر رټر وایي دا په دې اقدام سره ټولو ښځو ته پیغام ورکوي چې د مور له جوړېدو وروسته هم خپل ارمانونه پوره کولی شي. په دې اړه فرخندې اسد د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور جوړ کړی دی.