ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 06.07.2024

ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر پرافغان کډوالو د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

Mashaalradio.com 

پاکستاني حکومتي او د یو اېن اېچ سي ار سرچینو مشال راډیو ته د نوموړي سفر تایید کړی دی او وايي چې ګراندې به په لومړي سر کې د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ته ولاړ شي او له هغه ځایه به اسلام اباد ته سفر وکړي.

په اورکزو کې د امن لپاره لاریون شوی دی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع اورکزو کې د امن لپاره لاریون شوی دی. د جولای پر پینځمه په لاریون کې د سیمې ټولو قبیلو مشرانو او ځوانانو ګډون وکړ. مشرانو وویل چې په سیمه کې امنیت پر ځای دی، حکومت دې د پښتنو په وسایلو د قبضې او ناامنۍ خپرولو لپاره بهانې نه لټوي. که ریاست یو وارې بیا په سیمه کې د عملیاتو کولو کوشش وکړ، نو دوی به یې سخت مخالفت وکړي. ویډیویي رپورټ.

په سوات کې د پوځي عملیاتو ضد احتجاجونه شوي دي

Mashaalradio.com 

د سوات په خوازه خېله، کبل، او مټه کې د ولسي پاڅون تر سیوري لاندې د امن لپاره او د پوځي عملیاتو په ضد احتجاجي مظاهرې او لاریونونه شوي دي. د جولای پر پنځمه مظاهرو ته ویناوالو وویل چې دوی په دې سیمه کې هیڅ ډول بدامنۍ او پوځي عملیاتو ته جوړ نه دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د "عزم استحکام" په نوم د ترهګرو په ضد د پوځي عملیاتو فیصله کړې، چې په کې د سوات سیمه هم شامله ده. ویډیویي رپورټ

چین او تاجکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پرجوړولو ټینګار کړی

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت لا په ځانګړې توګه دې بیان ته غبرګون نه دی ښودلی خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د جولایي پر څلورمه طلوع نیوز ته په مرکه ویلي ویلي وو چې د ټولشموله حکومت موضوع د افغانانو موضوع ده.

مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی اعلان شو

Mashaalradio.com 

ایران د انتخاباتو کمېشن ویاند محسن اسلامي د جولای پر شپږمه د دولتي تلویزیون له لارې اعلان وکړ چې پزشکیان ۵۳.۷ سلنه رایې ګټلې او د رایو شمېر یې ۱۶ میلیونه او ۳۸۴ زره او ۴۰۳ ته رسېږي، د هغه سیال سعید جلیلي ۴۴.۳ سلنه رایې خپلې کړې او د رایو شمېر یې ۱۳ میلیونه او ۵۳۸ زره او ۱۷۹ ته رسېږي.

پولينډي ځوانان ولې د ګرميو رخصتي په پوځي روزنه کې تېروي؟

Mashaalradio.com 

د پولينډ يوشمېر ځوانان وايي، مخکې به يې د ګرمیو (اوړي) په رخصتیو کې چکرونه وهل او سيلونه به يې کول خو په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسيې یرغل د پولينډ د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي، نو ځکه د خپل هېواد د دفاع لپاره اوس په رخصتیو کې پوځي روزنه ترلاسه کوي. دا راز د پولينډ پوځ هم د رضاکارانو د روزنې لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړی او وايي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې هېواد په لومړي ځل له دومره لوی خطر سره مخامخ شوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور.