ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 25.07.2024

له سرپناه پرته د بشري مرستو په انتظار د ننګرهار سېلاب ځپلي سختې شپې او ورځې تېروي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په څو ولایتونو کې د تېرې اوونۍ د سېلابونو د تلفاتو شمېر ۷۱ کسانو ته رسېدلی او شاوخوا ۹۰۰ کورونه ویجاړ او زرګونه نور کسان بې کوره شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له زیانمنو سره د طالبانو او مرستندویه ټولنو د مرستو بهیر له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

فریبا او یولدوز هاشمي، هغه خویندې چې په المپیک کې د افغانستان استازیتوب کوي

Pa.azadiradio.com 

په پاریس کې د سږ کال د دوبي المپیک لوبې د جمعې په ورځ په رسمي ډول پیلیږي. په دغو سیالیو کې له افغانستانه شپږ کسیزه لوبډله ګډون کوي چې درې یې نجونې او درې هلکان دي. د طالبانو حکومت په دغو سیالیو کې د هلکانو شتون منلی خو د نجونو حضور نه مني. .

ناصر داوړ د قبایلو ولس ځکه عملیات ردوي چې پخوا یې ډېر مشکلات ګاللي دي

Mashaalradio.com 

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د شمالي وزیرستان خبريال ناصر داوړ مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو دوو لسيزو راهيسې په پېښور کې خبریالي کوي. داوړ وايي، په قبايلي ضلعو کې په تېرو وختونو کې تر ۲۰ زيات پوځي عمليات شوي دي او تر اوسه پورې زرګونه خلک بې کوره دي. د داوړ په خبره، د قبایلي ضلعو اوسېدونکو ځکه د حکومت له لوري د عزم استحکام په نوم د عملیاتو اعلان رد کړ چې د مخکینیو عملیاتو پر مهال یې ډېر کړاوونه لیدلي ول. ناصر داوړ وايي، دا د ولس هم ذمه واري ده چې د ناامنۍ ختمولو لپاره له حکومت سره ګډ کار وکړي. بشپړه مرکه واورئ.

عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی عادل يار خان دی. نوموړی د سندرو ويلو ترڅنګ د پېښور په ګلبهار کې د وېښتو جوړولو يو دوکان (سالون) هم لري. دی وايي، ۱۰ کاله وشول چې د پښتو موسيقۍ ميدان ته وروتلی او تر اوسه يې ۳۵ سندرې خپرې کړې دي. عادل يار خان زياتوي چې په پښتو غزل ويلو کې نوم ګټل غواړي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

په غزه کې پر جګړې سربېره د فوټبال سیالۍ کېږي

Mashaalradio.com 

فلسطینیانو د غزې تړانګې په جبالیا سیمه کې په داسې حال کې د فوټبال سیالۍ جوړې کړې دي چې لا هم د اسراییلیو الوتکو بمبارۍ روانې دي. لوبې د هغو ویجاړو او سوځېدلو ودانیو په مینځ کې کېږي چې د جګړې پر مهال په نښه شوې دي. ګټونکې لوبډلې ته د انعام په توګه یو داسې علامتي مات جام (کپ) ورکول کېږي چې خلکو د تر یوې ویجاړې ودانۍ لاندې موندلی وو. لوبغاړي وايي، د فوټبال په کولو له مرګه په بچ پاتې شویو ماشومانو کې د ژوند لپاره هیلې تازه ساتل غواړي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

د مشال راډیو د سولې لومړۍ سندره: د سوز او ساز وطنه

Mashaalradio.com 

د "سوز او ساز وطنه" د سولې د هغو ۱۰ سندرو له ټولګې څخه ده چې د مشال راډیو په مالي او تخنیکي مرسته تیاره شوې ده. تاسې کولای شئ چې دا ویډیويي سندره وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ. سندرغاړی: بهادر زېب شاعر: رحمت شاه سایل کمپوز: هارون باچا

هغه ډاکتر چې روږدی شوی و، اوس د نورو روږدو درملنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات اوسېدونکی عبدالکریم کلونه په نشه‌يي توکو روږدی و، اوس د روږدو کسانو د درملنې په یوه مرکز کې په نشه‌يي توکو د اخته کسانو درملنه کوي. هغه وايي، په ایران کې پر نشه‌يي توکو اخته شو او افغانستان ته له بېرته ستنېدو سره یې پرېکړه وکړه څو نشه‌يي توکي پرېږدي.

تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني استازو، مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو له زندانونو څخه د خپل رهبر عمران خان او د هغه د ښځې بشرا بي بي په ګډون د ګوند د نورو مخکښه مشرانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي. د جولای ۲۴مې د مظاهرو ګډونوالو د نه خوړلو علامي اعتصاب یا بوک هړتال هم وکړ. له دې پرته د تحریک انصاف پلویانو د امنیت ټینګښت او ګرانۍ ختمولو غوښتنې هم وکړې. دا په داسې حال کې ده چې یو عدالت روانه میاشت د عدت تر ختمېدو مخکې د نکاح په قضیه کې د تحریک انصاف د رهبر عمران خان او د هغه د ښځې بشرا بي بي د خوشې... Читать дальше...

شهباز شریف: له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان بریدونه "د منلو وړ نه دي"

Mashaalradio.com 

شریف وویل چې پاکستان د خپلو وګړو "خوندي کولو ته چمتو" دی خو غواړي چې دا مسله په خبرو حل شي. "په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په پاکستان کې د امن په اړه خبرې کول غواړو، مسایل باید د خبرو له لارې حل شي. مخکې مو هم ورسره رابطې وي او اوس هم دي.

خلک وايي د چمن پر وره اوښتو لپاره ساعتونه انتظار باسي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ پر لاره د خلکو تګ راتګ پیل شوی دی خو هغوی شکایت کوي چې له ستونزو سره مخامخ دي. د چمن اوسېدونکي او کاروباریان وايي، پر وره د اوښتو لپاره ساعتونه انتظار باسي. د چمن د پخواني پرلت د پنډیانو (لغړیانو) د ټولنې مشر غوث الله د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د تګ راتګ او د پنډیانو د روزګار ستونزو په اړه یې له چارواکو سره خبرې روانې دي چې ژر به هوارې شي. په سیمه کې خلک وايي چې پر وره یوازې د چمن او سپین بولدک اوسېدونکي په شناختي کارډ او تذکره تګ راتګ کولای شي. Читать дальше...