ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 05.07.2024

ګلګت بلتستان: په نښته کې ۱ مشکوک وسلوال وژل شوی دی

Mashaalradio.com 

د کورنیو چارو وزیر شمس لون دعوه وکړه چې هغه وسلوال د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د دیامر ضلعې په چېلاس کې پر یو مساپر وړونکي بس د برید پلان جوړ کړی وو چې پکې د دوو سرتېرو په ګډون نهه تنه وژل شوي او ۲۶ ټپي شوي ول.

د کرکټ مینه وال رضا خان اکا پکتیا کې خاورو ته سپارل شوی

Mashaalradio.com 

د افغانستان د کرکټ د لوی مینه وال رضا خان اکا جنازه په پکتیا کې خاورو ته سپارل شوې ده. نوموړی د جولای په درېیمه د ورپيښې ناروغۍ له کبله ومړ. ۷۰ کلن اکا د کرکټ په ملکي او بهرنیو سیالیو کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ په رپولو مشهور وو او افغان لوبغاړي او نندارچیان به یې هڅول. د پکتیا اوسېدونکي رضا خان پر ولس او هېواد مین کس بولي او زیاتوي چې هغه د افغانستان په هر پرمختګ خوشالېده. ویډیویي رپورټ.

ملګري ملتونه: پاکستان کې ۳۲ سلنه ښځې د تشدد او ځورونو ښکار کېږي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د نفوسو چارو ادارې ویلي دي چې په پاکستان کې د قوانینو پر موجودګۍ سربېره پر جنسیتي بنیاد د تاوتریخوالي او د ښځو د ځورونو پېښې کېږي. هغې ادارې ویلي دي چې دا یوه لویه مسله ده ځکه چې په هغه هېواد کې ۳۲ سلنه ښځې په څه نا څه شکل د تشدد او ځورونو ښکار کېږي. په پاکستان کې د ښځو د حقونو او خوندیتوب لپاره د سرکاري ادارې چارواکي مني چې پر جنسیتي اساس د ښځو ځورونې او ورباندې تشدد یوه لویه ستونزه ده. فعالانې وايي چې ښځې د تشدد او ځورونو له وجې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې وروسته پاتې کېږي. نور په دې رپورټ کې.