ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 07.07.2024

پاکستان: حکومت د مالیې نه ورکولو پر سر د لسګونه زره کسانو سېمونه بند کړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د ګټو یا عوایدو وفاقي ادارې (فېډرل بورډ اف رېوېنیو یا اېف بي ار) ویلي دي چې د ټیکسونو نه ورکولو په تور یې د شاوخوا ۲۱۰،۰۰۰ کسانو د موبایل ټېلېفون سېمونه بند کړي دي. ادارې ویلي دي چې له هغو څخه یې د ځینو کسانو سېمونه د مالیې تر ورکولو وروسته خلاص کړل. اېف بي ار وايي چې په پاکستان کې یوازې ۵.۲ مېلیونه وګړي ټیکسونه ورکوي. خو ځینو سوداګرو د سېمونو بندولو مخالفت کړی دی او وايي چې حکومت دې د مالیو غونډولو نورې لارې ولټوي. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د بېلابېلو هېوادونو مشرانو پزشکیان ته د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو په ګټلو مبارکي ویلې ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر شپږمه د پزشکیان تر بریا وروسته پر اېکس، چې پخوا ټوېټر بلل کېده، لیکلي چې د پاکستان او ایران د دوه اړخیزه تعلقاتو د "لا پیاوړي کولو" او "سیمه ییز امن او ثبات ته د ودې ورکولو" لپاره له نوموړي سره "له نېږدې کار کولو ته سترګې په لاره" دی.

امباني د زوی د واده خوشالۍ کې د لسګونو بې وزلو ودونه کړي دي

Mashaalradio.com 

مکېش امباني، چې د هند او اسیا تر ټولو شتمن کس دی، د خپل زوی اننت د واده په خوشالۍ کې د ۵۲ بې وزله جوړو ډله ییز ودونه کړي دي. د اننت امباني د واده په مناسبت سږ کال په فبرورۍ کې هم درې ورځني مراسم شوي ول چې پکې د امریکا د پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لور اېوانکا ټرمپ او د ټولنیزې شبکې مېټا د مالک مارک زوکربرګ په شمول د نړۍ سلګونو شتمنو خلکو، سیاستوالانو او هنرمندانو ګډون کړی وو. د اننت د واده د پای مراسم د جولای پر ۱۲مه پیلېږي. د اې اېف پي او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د یو اېن اېچ سي ار مشر فېلېپو ګراندې د سیفران له وزیر امیر مقام سره لیدلي دي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې ګراندې د جولای پر اوومه خپل سفر له پېښوره پیل کړ او هلته یې له افغان کډوالو سره په غونډه کې له هغوی څخه د هغوی "د اندېښنو" په اړه معلومات ترلاسه کړل او ورته یې د ملګرو ملتونو د "ملاتړ" ډاډ ورکړ.