
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او مشهور شاعر ګيله من وزیر ورور عرفات وزیر له دوبۍ اسلام اباد ته رسېدلی دی. هغه وايي په ورور یې ټول پښتون قام غمژن دی چې دوی ته حوصله ورکوي. نوموړی زیاتوي چې خپله مور یې د ګيله من په حالت نه ده خبره کړې. عرفات وزیر د پيمز روغتون مخې ته، د مشال راډيو همکار ګوهر مسید سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې ګيله من یې د قام خدمت ته وقف کړی وو او کورنۍ یې هرې نتیجې ته تیاره ده. ګيله من وزیر د شمالي وزیرستان د اسدخېلو اوسېدونکی دی. هغه دوه زامن او درې لوڼې لري. پښتون ژغورنې غورځنګ... Читать дальше...
د یوناما په راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت فعالیتونه په افغانستان کې د مېشتو وګړو د ژوند په بېلابېلو برخو کې له بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې او له ښځو سره توپیري او نا مناسب چلند د خلکو پر ژوند منفي اغېزې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ علي وزیر وايي ډاکټرانو ورته ويلي چې د ګيله من وزیر په روغتیايي حالت کې څه بهتري نه ده راغلې. هغه د مشال راډيو سره په دې ځانکړې مرکه کې وویل چې پولیسو تر اوسه هېڅ نه ديکړي او منتظر دي چې پر ګيله من برید کوونکي ونیول شي. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د دوی د مرکزي کمېټې غړی او نوموتی شاعر ګيله من وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې د ازاد داوړ په نامه يو تن په مشرۍ د څو تنو تر برید لاندې راغی او سخت یې زخمي کړي. داوړ په اسلام اباد کې د جایدادونو د اخیستو او خرڅولو کاروبار لري او د تحريک انصاف غړی دی. Читать дальше...
ګراندې ويلي چې د کډوالو مسلې د حل لپاره د نړیوالو په ملاتړ، پر انصاف ولاړې دوامدارې تګلارې ته ضرورت دی. هغه زیاته کړې چې له پاکستاني وزیراعظم سره یې د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې ګټورې وې.
له کراچۍ سره نېږدې په بابا بېټ ټاپو کې ښځې وايي چې هلته د مور و ماشوم صحي مرکزونه نه شته او د ناروغۍ په صورت کې په کښتیو کې کراچۍ ښار ته ورتګ ته اړ دي. په هغه ټاپو کې زیاتره اوسېدونکي کب نیوونکي او بې وزله خلک دي. په وروستیو کې هلته یوې فعالې یو روغتیايي مرکز جوړ کړی دی خو وايي چې د ګرمۍ زیاتېدو له وجې اکثر حامله ښځې، ماشومان او میندې ناروغېږي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.