
د سامسونګ شرکت ساعت او ګلیکسي داسې سمارټ ګوتمۍ نندارې ته ایښې ده چې، کولی شي ستاسو روغتیايي وضعیت وڅاري او د ورزش پر مهال تاسو ته لارښوونه وکړي.
د شماریاتو ادارې د جولای پر ۱۸مه راپور خپور کړ چې پکې راغلي چې د پاکستان ابادي د زیاتېدو کچ شاوخوا ۲.۵۵ سلنه دی چې دا خورا چټک رفتار دی.
په بنګلادېش کې د زده کوونکو د مخالفو ډلو ترمینځ په نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. هلته په بېلابېلو ښارونو کې د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړي کولو پر سر پراخ لاریونونه روان دي. د وزیراعظمې حسینې واجد حکومت د هېواد د خراب شوي وضعیت قابو کولو لپاره د جولای پر ۱۷مه په هېواد کې ټولې تعلیمي ادارې وتړلې او د قانون وزیر انیس الحق مظاهرچیانو ته د مذاکراتو وړاندیز کړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د اوونۍ پېښو او خبرونو ته له متفاوتې زاویې څخه کتنه
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د امن مارچ په نوم په احتجاجي لاریون کې د ډزو پر مهال یو شمېر کسان ژوبل شوي دي. دغه لاریون د جولای ۱۹مه د سیمهییزو سوداګرو په بلنه شوی چې په کې ګوندونو او د ښار زرګونه اوسېدونکو ګډون کړی و. لاریون کوونکي هغه مهال ټپیان شوي چې د بنو یوه نظامي مرکز ته یې د ننوتو هڅه کوله.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د "امن مارچ" په نوم په احتجاجي لاریون کې د ډزو پر مهال یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. د جولای ۱۹مې لاریون د بنو د سوداګرۍ خونو او د سوداګرانو ټولنې په بلنه وشو چې ورته د ګوندونو او سازمانونو مشران، غړي، پلویان او د ښار ګڼ اوسېدونکي ورغلي ول. د لاریون پر مهال چې ځینو کسانو د بنو چاوڼۍ ته د داخلېدو هڅه کوله نو ډزې وشوې چې پکې یوشمېر کسان ژوبل شول. فعالانو پر ټولنیزو شبکو دعوه کړې چې ډزې امنیتي ځواکونو کړې دي خو په چاوڼۍ کې امنیتي ځواکونو او پولیسو لا د هغوی د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
نن د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په ویش بازار کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. یاده سیمه د موټرو د پرزو د پېر او پلور بازار دی. دوکانداران وايي، اور وژونکي سیمې ته پر وخت نه دي رسېدلي چې د اورلګېدنې د پراخېدو مخه یې نیولې وای. تراوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات نه شته.
د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د کسانو پر ووبپاڼه لیکل شوي دي چې امین الحق په ۲۰۰۶ز کال کې افغانستان ته ستون شوی وو او د ۲۰۲۱ز کال تر اګسته هم هلته وو. طالبان د هم هغه کال د اګست په نیمايي کې کابل ته داخل شول او پر افغانستان واکمن شول.
د فرانسې په یو جنوبي ښار کې یو سازمان د چاپېریال ککړتیا د مخنیوي او په دې اړه د پوهاوي په موخه یو نوښت کړی دی. هلته رضاکاران له دوو اوښانو سره سیلانیانو ته ورځي او ورڅخه کثافتونه ټولوي. په اوړي کې سواحلو ته د سیلانیانو ورتګ زیاتېږي او ځینې خلک هم هلته استعمال شوي شیان پرېږدي چې هغه بیا د اوبو ژویو ژوند ته خطر پېښوي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو چارو وزیر هغه راپورونه ناسم بللي دي چې وايي صوبايي حکومت یوشمېر پوهنتونونه تړي. مینا خان د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د مالي ستونزو یا خرابې کارکردګۍ له وجې د هېڅ پوهنتون تړلو پرېکړه نه ده کړې. ده زیاته کړه چې حکومت د پوهنتونونو د مالي ستونزو هواري لپاره یوه کمېټي جوړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د "آج" په نوم د اردو ژبې ورځپاڼې وویل چې صوبايي حکومت د مالي مشکلاتو او ناقصه کارکردګۍ پر اساس د ۱۴ پوهنتونونو پر تړلو غور کوي. نور په رپورټ کې.