ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 29.07.2024

خلک له حکومته د کورمې د جګړې ودرول غواړي

Mashaalradio.com 

په کورمه کې د روانو نښتو له امله پر لویه لار مال وړونکي ګاډي ولاړ او د نورو سیمو مزدوران د سر خوندي کولو لپاره په وتلو دي. ځايي خلک پوښتنه کوي چې ولې تر اوسه پورې حکومت دا جګړه نه ده درولې؟ د جولای پر ۲۴مه په بوشارو کې د مدګي کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر پیل شوې جګړې د شيعه او سني وګړيو ترمنځ فرقه ییز شکل خپل کړ. د جولای تر ۲۹مې پورې په دې نښته کې ۴۲ کسان وژل شوي او له ۱۶۰ زیات ژوبل شوي دي. حکومت او يوي قومي جرګې د جنګ د ودرولو کوښښ کړی خو بریالي شوي نه دي. په دې اړه د نبي جان اورکزي ويډيو راپور وګورئ.

انډونیشیا کې د کورني تشدد ښکار ښځې مارشل ارټس زده کوي

Mashaalradio.com 

د انډونېشیا په مرکزي ښار جکارته کې یو شمیر داسې ښځې شته چې تر کورني تشدد وروسته ورته نفسیاتي ناروغیو پېښې شوې دي. په دې کې یوه راني مېرانتي هم ده خو هغې له دې مسلې څخه د ځان ایستلو لپاره د مارشل ارټس په یو روزنیز مرکز کې داخله اخیستې ده. مېرانتي وايي چې د مارشل ارټس زده کولو سره یې تر ډیره نفسیاتي مسلې ختمې شوي او خپله دفاع کول يې هم زده کړي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو د انیسه اجمل جوړ کړی راپور وګورئ