ru24.pro
World News in Pashto
Июль
2024

Новости за 13.07.2024

مثلث: د ګیلمن وزیر د وژلو د پيښې انجام به څه شي؟

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مخکښ غړی ګیلمن وزیر ویر په سلګونو زره کسانو وکړ او د نړۍ په مختلفو هیوادو کې دا ویر روان دی. اکثرو دغو ویرجنو د پاکستان ریاست تورن کړی دی، البته تر اوسه کومې محکمې حکم نه دی کړی چې په دې قتل کې د چا لاس دی، خو سوال دا دی چې د داسې پيښو انجام به د سیمې لپاره څه وي؟ په دې اړه دلته بحث کتلی او اوریدلی شئ.

پاکستان د افغان زده کوونکو لپاره د علامه اقبال سکالرشپونه بیا اعلان کړل

Mashaalradio.com 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د جولايي پر ۱۲مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلې چې افغان محصیلونو ته به طبیعي او ټولنیزو علومو یا نیچرل او سوشل ساینسز برخو کې د پاکستان په بیلا بیلو پوهنتونونو کې داخلې ورکوي.

د ګیله من وزیر په جنازه کې زرګونه خلکو ګډون کړی وو

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ فعال او ولسي شاعر ګیله من وزیر مړی د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان په اسدخېلو کلي کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي په جنازه کې د پي ټي اېم پر فعالانو سربېره د شمالي وزيرستان او د يوشمېر نورو سيمو زرګونو کسانو ګډون کړی وو. د دې تر څنګ د پاکستان او د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په ګڼو ښارونو کې هم د ګيله من وزير د غايبانه جنازې لمونځونه ادا کړل شول. ویډیويي رپورټ