ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 30.08.2024

په روسیه کې د ځانګړي نسل اسونو مېله شوې

Mashaalradio.com 

په روسیه کې اوس کروندګر مشینونه کاروي، خو په تېرو وختونو کې به یې د ولادیمیر په نوم د ځانګړي نسل اسونه ساتل او د کرنې چارې به یې ورباندې ترسره کولې. هغه اسونه به د سپرلۍ او مال لېږدولو لپاره هم کارېدل. د روسیې په جنوبي ایوانوف سیمه کې ځینې خلک اوس هم هغه اسونه ساتي او وايي چې ولادیمیر اسونه ډېر ځواکمن دي او ورباندې نابلده کسان، ان ماشومان هم، سپرلي کولای شي. په ایوانوف کې هر کال په اوړي کې د ولادیمیر اسونو مېله هم کېږي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د اګست پر ۳۰مه په جبري ډول د بې درکه کسانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

د اګست پر ۳۰مه په جبري ډول د بې درکه شويو کسانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. په پاکستان کې د خلکو د جبري بې درکۍ ستونزه له کلونو راهيسې روانه ده. په بې درکه شويو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، ډاکټران، پوليس، خاصه دار او مشکوک وسلوال شامل دي. د دې کسانو خپلوانو په وار وار احتجاج کړی او له حکومته يې غوښتي چې بې درکه خپلوان دې يې پيدا کړي او که يې جرم کړی وي نو عدالتونو ته دې يې وړاندې کړي. د پاکستان حکومت وايي چې د دې ستونزې د هواري لپاره کار کوي. د بې درکه کسانو خپلوان او... Читать дальше...

په پکتیا کې د افغان تولیداتو نندارتون جوړ شوی

Mashaalradio.com 

په پکتیا کې د بیلابیلو ولایتونو د یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرود افغان تولیداتو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شوی. په پکتيا پوهنتون کې دې نندارتون ته ګڼ خلک ورځي او د خپلې خوښې شيان ګوري. دا نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی چې په افغانستان کې د طالبانو په درې کلنۍ واکمنې کې د خلکو اقتصاد خراب او روزګار کم شوی دی. د نندارتون په اړه د نجیب الله الوخېل ويډيو راپور وګورئ.

د جبري بې درکيو نړيواله ورځ: "له ۹ کلونو راهيسې ورک زوی ته مې هره ورځ په دروازه کې انتظار کوم"

Mashaalradio.com 

د اګست پر ۳۰مه هر کال په نړۍ کې په زوره د تری تم شوو کسانو ورځ لمانځل کېږي. د دې ورځې مقصد د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په جبري توګه د خلکو د تری تم کولو عمل درول او د بشري حقونو ساتنه ده.