ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 05.08.2024

شېخ حسینې استعفی وکړه او له بنګله دېش ووتله

Pa.azadiradio.com 

د بنګله دېش صدراعظمې شېخ حسینې استعفی کړې او له هېواده وتلې ده. دا وروسته تر هغه چې په پرونیو مرګونو مظاهرو کې لږ تر لږه نوي کسان وژل شوي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

کوچنیانو ته مور شیدې ورکول ولې اړین دي؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن کوچنیانو ته د مور شیدو ورکولو پر ارزښت غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اګست میاشتې لومړۍ اووه ورځې کوچنیانو ته د مور شیدو ورکولو په اړه پوهاوي ته ځانګړې کوي. روغتیاپالان وايي چې ماشومان باید تر شپږو میاشتو پورې یوازې د مور شیدې وڅښي ځکه هم هغه یې د وجود ټول ضرورتونه پوره کوي او مدافعتي نظام یې پیاوړی کوي. اورئ چې ماشوم ته د شیدو ورکولو سمه طریقه څه ده او میندې څنګه د شیدو پیداوار زیاتولای شي. په دې اړه تفصیل په خپرونه کې.

د بنګلادېش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد استعفا ورکړې او له هېواده وتلې ده

Mashaalradio.com 

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د بنګلادېش په پلازمینه ډاکه کې او نورو ښارونو کې مظاهرو او تاوتریخوالی زیات شوی وو. د اګست پر څلورمه په هغه هېواد کې په مرګونو مظاهرو کې لږ تر لږه ۹۰ کسان ووژل شول چې په غبرګون کې یې د اګست پر پینځمه قهرجنو مظاهره چیانو د صدرات په ماڼۍ هم یرغل ور وړی.

تاجکستان کې ملایان او چارواکي پرېکړه کوي چې ښځې باید څه ډول جامې واغوندي

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې چې د جامو نوي مقررات په راتلونکو ورځو کې اعلان شي او د دې لپاره په پلازمېنه دوشنبې کې د ځانګړې غونډې تیاری روان دی چې پکې به چارواکي حکومت ته "د منلو وړ" کالي وښيي. دا به د شپږو کلونو په موده کې دویم ځل وي چې تاجکستانی حکومت د لباس مقررات اعلانوي.

موصل کې "بیت امې" ریستوران د بې وزله ښځو او یتیمانو لپاره روزګار برابروي

Mashaalradio.com 

د عراق په موصل ښار کې "بیت امې" یا "زما د مور کور" په نوم یو ریستوران پرانیستل شوی دی. دا ریستوران د جولای پر دویمه له هغه وروسته پرانیستل شو چې په دې سیمه کې شاوخوا لس کاله وړاندې داعش ډلې خپل فعالیتونه پیل کړي وو. د ریستوران مالکې ویلي چې بې وزله ښځو او یتیمانو ته د کار فرصتونه ورکولو او د موصل ښار د پخوا په څیر خوندور ماحول بېرته راوستو لپاره یې دا ریستوران پرانیسته. د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور.