ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 17.08.2024

د روغتيا نړيوال سازمان منکيپاکس ناروغي ولې د اندېښنې وړ بللې؟

Mashaalradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د بیزو تڼاکو یا دانو (منکيپاکس یا اېم پاکس) ناروغۍ وايرس د مخنيوي لپاره د د بيړني حالت اعلان کړی دی. ډبليو اېچ او د اګست پر ۱۴مه دا ناروغي پر نړیوال کچ د "عامې روغتیا" لپاره "د اندېښنې وړ او بیړنۍ" موضوع وبلله. دا چې منکيپاکس څه ډول ناروغي ده او څنګه خپرېږي او په دې اړه څومره اندېښنه په کار ده؟ په دې اړه د رويټرز اژانس راپور.

د جوزجان کروندګر: د خراب بازار له وجې د خټکيو کښت کم شوی دی

Mashaalradio.com 

د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان کروندګر وايي د خراب بازار او صادراتو (برامداتو) کمېدو له وجې یې د خټکيو (خربوزو) کښت او پیداوار کم شوی دی. دوی وايي، د ناسم مدیریت له وجې د خربوزو بیې کمې شوې دي او اوس صادرېږي هم نه. کروندګر وايي، همدا لامل دی چې له اقتصادي مسلو سره مخامخ دي. خو د طالبانو حکومتي چارواکي وايي چې کروندګرو د مشکلاتو هوارولو او د خربوزو د صادراتو زیاتولو هڅه کوي. د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.