ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 28.08.2024

بلوچستان کې بريدونو ډریوران اندېښمن کړي دي

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د اګست ۲۵مې او ۲۶مې بریدونو د هغه ټرکونو چلونکي اندېښمن کړي چې له هغې صوبې کراچۍ او پنجاب ته مالونه وړي. دوی وايي حکومت دې ژر تر ژره امنيت برابر کړي خو که داسې ونه شول نو د مال وړونکو ګاډو کاروبار به ختم شي. له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې، وسله والې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي لخو شوو دې حملو کې ګڼ خلک ووژل شول او لسګونو ټرکونه وسوځېدل. د پاکستان چارواکو وعده کړې چې د امنيت لپاره به د وسلوالو پر ضد ټينګ ګامونه اخلي. بشيرګواښ د رویټرز او فرانس پریس اژانس له ويډيوګانو څخه رپورټ جوړ کړی.

سوداګرو په پاکستان کې د احتجاج په توګه دوکانونه او کاروبارونه تړلي دي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې سوداګرو د بجلۍ د ګرانۍ او د نوو لګول شوو ټېکسونو ضد کې هړتال کړی دی. نن ( اګست ۲۸مه) د هېواد په لویو او وړو ښارونو کې دوکانونه او تجارتي مرکزونه تړل شوي دي. دوی له وفاقي حکومت د تاجر دوست په نوم سکيم ختمولو غوښتنه کوي خو حکومت له دغسې کولو انکار کړی دی. تفصیل په ویډیو کې

وږمه رحمان ، د ویانا په یوه روغتون کې افغانه ډاکټره

Pa.azadiradio.com 

که څه هم په افغانستان کې په میلیونو نجونې له زده کړو پاتې دي، خو له هیواده بهر یو شمیر څه نا څه توانیدلي چې زده کړې وکړي. د اتریش په پلازمېنه ویانا کې وږمه رحمان څه موده مخکې له طب پوهنځي فارغه شوه. هغه اوس په یوه روغتون کې کار کوي.

برتانیا کې په خړو اوبو کې د لامبو نړیوالې سیالۍ شوي

Mashaalradio.com 

په برتانیا کې په خړو اوبو کې د لامبو نړیوالې سیالۍ شوې دي. که څه هم د پښتنو په يوشمېر سیمو کې خلک د لښتيو او کندو په خړو اوبو کې له لامبلو سره بلد دي خو په برتانیا کې د دغه ډول لامبلو سیالۍ عجیبه ښکاري چې کتلو ته یې ګڼ خلک ورځي. د برتانیا په وېلز کې دا سیالۍ چې له تیرو ۳۸ کلونو راهیسې هر کال کېږي، پکې له ګډنوالو لامبوزنو فیس اخیستل کېږي چې بیا د خیریه هلو ځلو لپاره کارول کېږي. بل خوا نندارې ته ورغلي خلک هم که غواړي، نو خیراتي پیسې ورکولی شي. ويډيو رپورټ

د یوټیلیټي دوکانونو کارکوونکو د سټورونو د تړلو د حکومتي فیصلې ضد مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د یوټیلیټي سټورز کارپورېشن کارکوونکو د اګست پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د هغې ادارې د ختمولو د فيصلې ضد مظاهره کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د یوټیلیټي سټورونو د ختمولو خپله پرېکړه بېرته واخلي. وفاقي حکومت څو ورځې وړاندې د یوټیلیټي سټورز کارپورېشن په دوه اونیو کې د ختمولو پرېکړه کړې وه. د راشد خټک او عمران یونس ویډیو.

خلک څنګه د اور لګېدو پېښو مخه نیولای شي؟

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د اور لګېدو پېښې زیاتې شوې دي چې پکې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. چارواکي وايي، په دې لړ کې د پوهاوي اړتیا ده چې خلک په اغېزناکه ډول د اور لګېدو پېښو مخنیوی وکړي. خو د اور لګېدو پېښې ولې کېږي، حکومت یې له قربانیانو سره څه مرسته کوي او خلک یې مخه څنګه نیولای شي؟ د دې پوښتنو ځواب په رپورټ کې.