
په خوست کې د ځايي ځوانانو په نوښت د والیبال لوبې روانې دي، چې د خیبر پښتونخوا او د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو د والیبال ځینې لوبډلې او لوبغاړي هم په کې ګډون لري. ټورنامنټ د خوست په یوه لېرې پرته سیمه، د تڼیو په لغوړي پیرانو کې جوړ شوی او هره ورځ یې نندارې ته زرګونه کسان ورځي. د سیالیو تابیا کوونکي د دې لوبو موخه نړیوالو ته د دې سیمې یو ښه انځور وړاندې کول، له نشو څخه د ځوانانو ګرځول، او د ځوانانو ترمینځ د یووالي ټینګښت بولي. ویډیویي رپورټ.
پاکستان څلور لسیزې وروسته په اولمپیک لوبو کې د سرو زرو تمغه ګټلې ده. په نېزه بازۍ کې دا بریال ارشد ندیم نومي لوبغاړي ترلاسه کړې ده. د حکومتي مشرتابه تر څنګ په یو شمېر ښارونو کې عامو خلکو هم دا لاسته راوړنه ستایلي ده. ګل ایاز په دې اړه رپورټ وړاندې کوي
په پېښور کې نرښځیانو د احتجاج په مهال له حکومته د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. د اګست پر نهمه په مظاهره کې شریکو نرښځیانو وویل چې له ۲۰۱۵ز کال څخه د ۲۰۲۴ز کال تر مې میاشتې په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۰ نرښځیان وژل شوي او په ۳۰۰۰ نرښځیانو تشدد شوی دی، خو په دې کې ککړو کسانو ته هېڅ سزا نه ده ورکړل شوې. دوی وویل چې د تشدد دا لړۍ اوس زیاته شوې ده. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي. ویډیویي رپورټ
د اوکراین له پلازمېنې کییف سره نېږدې د بوچا سیمې د ښځو یوه رضاکاره ډله له روسیو ځواکونو څخه خپل فضايي حریم ساتي. هغوی له پولیسو سره مرسته کوي او د سیمه ییزو چارواکو له ملاتړه هم برخمنې دي. په هغه ډله کې هغه ښځې هم شاملې دي چې پر اوکراین یې د روسیې یرغل پر مهال د کورنۍ غړي وژل شوي دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ ویاند بیبر ګ بلوڅ د اګست پر نهمه په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د پرلت پرمهال نیول شوې ډیری کسانو د خوشي کیدو لړۍ پیل شوې ده.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴م کال د پاریس المپیک سیالۍ پای ته په رسېدو دي، د ازادې اروپا/ازادي راډیو د دغو تلپاتو سیالیو یو شمېر صحنې چې د دې راډیو د کاري حوزې لوبغاړو په کې ګډون درلود، منعکس کړي دي. د پاریس المپیک سیالیو د اګست په ۱۱مه پای ته رسېږي.