ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 27.08.2024

ډاکټر يونس وايي په خیبر پښتونخوا کې د ذهني ناروغانو شمېر زیات شوی دی

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د ذهني ناروغيو د روغتون مشر ډاکټر خواجه يونس وايي‌ چې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پېښو له کبله په خیبر پښتونخوا کې د ذهني ناروغانو شمېر زیات شوی دی. نوموړی وايي چې د ذهني ناروغیو علاج ممکن دی خو د ده په وینا زیاتره ناروغان یې درملنه نه کوي. ‌‌ويډيويي مرکه

خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې زرګونه کسان "جبري بې درکه" دي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د اګست پر ۳۰مه په نړۍ کې د جبري لادرکۍ د قربانیانو ورځ لمانځل کېږي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په زرګونو کسان لادرکه دي. حکومت ادعا کوي چې په دغه اړه یې کمېشن جوړ کړی او تر اوسه یې یو شمیر مقدمې هوارې کړې دي خو د لادرکه کسانو کورنۍ پر کمېشن بې باوري څرګنده کوي.

شهباز شریف: د ملک له دښمنانو سره به هېڅ خبرې ونه کړو

Mashaalradio.com 

په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اګست پر ۲۷مه په کوټه کې د بلوچستان له اعلا وزیر سرفراز بګټي سره شریکې خبري غونډې ته ویلي چې دوی په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو اراده نه لري خو د ده په وینا، "د ترهګرو له مينځه وړلو لپاره به وفاقي حکومت د صوبايي حکومت د هرې پرېکړې ملاتړ کوي."

د انټرنېټ رفتار کمېدو پاکستان کې انلاین کاروبارونه اغېزمن کړي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې کاروباریانو خبرداری ورکړی دی چې د انټرنېټ رفتار کمېدو او ورباندې محدویتونه ناوړه اقتصادي پایلې لري. سازمانونه او فعالان وايي چې حکومت د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو د کنټرولو هڅې کوي. خو د مخابراتو اداره په سمندرګي کې د تار خرابېدل د انټرنېټي رفتار کمېدو لامل بولي. البته پرلیکه (انلاین) کاروباري شرکتونه وايي چې روانو ستونزو یې اندېښنې زیاتې کړې دي. نور د اې اېف پي له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.

د هرات غلام سخي په خپل خټین کور کې د شیشو اوزار جوړوي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په راتلو ښکلي هنرونه له ننګونو سره مخ دي، د هرات ۵۰ کلن غلام سخي سیفي هڅه کوي چې د شیشې د لوخو جوړولو لرغونی لاسي هنر ژوندی وساتي. سیفي له ایران سره پولې ته نږدې په دغه تاریخي ښار کې د کلا سیوري ته د خپل خټین کور دوه خونې د لوخو جوړولو ته ځانګړې کړې دي چې وخت په وخت یې پرانیزي او خپل کار په کې کوي. په دې اړه د اې ایف پي خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور دلته وګورئ: