ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 29.08.2024

نياز خان وايي د "پټيالې کورنۍ" له استادانو موسيقي زده کوي

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو سندرغاړی نياز خان دی. نوموړی وايي، له هندي کلاسيکي موسيقۍ سره خپلې مينې اړ کړ چې په لاهور کې د موسيقۍ د يوې مشهورې کورنۍ “پټياله ګهرانه” شاګرد شي. نياز خان زياتوي، د موسيقۍ د زده کړې لپاره مسلسل محنت شرط دی. نوموړی پر پښتنو غږ کوي چې د خپلو هنرمندانو قدر وکړي. د نياز خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

وسله والو طالبانو د برمته شوي پوځي افسر ویډیو خپره کړه

Mashaalradio.com 

تحریک طالبان پاکستان د تښتولي پاکستان پوځي افسر، لېفټیننټ کرنل خالد میر ویډیو د اګست پر ۲۹مه، خپره کړې. نوموړی وايي هغه تر اوسه جوړ دی او له پوځ یې غوښتنه کړې چې د ټي ټي پي غوښتنې ومني او نوموړی دې خوشې کړي.

په چین کې د انسان وزمه روباټانو ننداره پیل شوې ده

Mashaalradio.com 

چین چې د ټیکنالوژۍ په میدان کې نږدې هره ورځ نوښتونه کوي، دا ځل یې داسې روباټان جوړ کړي دي چې شکل او بڼه یې د انسانانو په څېر ده. د هغه هیواد په مرکزي ښار بیجنګ کې د روباټانو په یو نندارتون کې تر ۲۰ زیات قسمونه اېښودل شوي دي چې د کتونکو لپاره د دلچسپۍ وړ دي. د اسوشیېټېډ پریس خبري اژانس ویډیويي راپور وګورئ