
فارغان وايي، د دوی نظري زدهکړې ښې وې، خو د عملي زدهکړو لپاره يې اړینې طبي ټکنالوژۍ، وسایلو او نورو امکانات ته لاسرسی محدود و. نور حال د نجیبالله الوخېل په راپور کې:
.د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په ګوادر کې د بلوڅانو په روان احتجاج خبرې کوو.
د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي دي چې د اګست پر پینځمه او شپږمه یې په ګوادر کې له حکومتي پلاوي سره لیدلي او خپلې غوښتنې یې ورته وړاندې کړي دي.
"وطن" د سولې د هغو ۱۰ سندرو له ټولګې څخه ده چې د مشال راډیو په مالي او تخنیکي مرسته تیاره شوې ده. تاسې کولای شئ چې دا ویډیويي سندره وګورئ او له ملګرو سره یې شریکه کړئ. سندرغاړې: یمسانور، شاعر: پیر محمد کاروان او کمپوز: هارون باچا
په قرغیزستان کې یوې ۲۱ کلنې ښځې د مرکزي اسیا د تر ټولو لوړ غره له لېنن څوکې سره نېږدې د سیلانیانو لپاره کیمپ جوړ کړی دی. هغه وايي چې له وړوکوالي راهیسې یې د داسې یو کیمپ جوړولو شوق درلود. خو ګلبوراک بېګمتایېوا دا هم وايي چې د قرغیرستان او تاجکستان پر پوله یې سفري محدودیتونو کاروبار اغېزمن کړی دی. د ازادې اروپا راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.
د افغانستان د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې تر څمکنیو ولسوالۍ دې غځيدلی سړک په اساسي ډول جوړ شي. د دوی په وینا، د یاد سړک اساسي جوړیدل په تېر جمهوریت کې منظور شوي وو خو کار يې تر اوسه پاتې شوی دی.