
دا اونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د بنو امن پاڅون او د سوداګرۍ خونې مشر ناصر خان بنګښ مېلمه کړی دی. په بنو کې خلکو په جولای کې د امن لاریون کړی وو چې امنيتي سرتېرو ورباندې ډزې کړي وي. تر دې وروسته خلکو پرلت وواهه او د وسلوالو خلاف بې له توپيره د عملياتو غوښتنه کړي وه. د صوبې اعلا وزير علي امين ګنډه پور هم پرلت ته ورغلي وو او پولیسو ته یې امر کړی وو چې په سیمه کې د وسلوالو ډلو ضد کاروایي وکړي. ناصر بنګښ وايي، حکومت او امنيتي ادارې پر خپلو ژمنو ولاړې دي او د وسلوالو پرضد هدفي عمليات دوام لري. د ده... Читать дальше...
حامد مير په خپله عريضه کې ليکلي چې د انټرنېټ خنډ د وګړو "اساسي حقونه" تر پښو لاندې کوي. نوموړي غوښتنه کړې چې "انټرنېټ ته لاسرسی" دې د پاکستان په اساسي قانون کې "د وګړو اساسي حق" وګرځول شي.
په بنو کې لسګونه ولسي وګړو د ناامنۍ پرضد او د جبري بې درکه کسانو خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دی. د اګست ۱۶مې د احتجاج ګډونوالو وویل چې حکومت دې د ورکو کسانو خوشې کولو لپاره جدي اقدامات وکړي. حکومت لا د تازه احتجاج په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا یې ویلي چې امنیت ته ژمن دي. په پاکستان کې د ورکو کسانو د مسلو څېړلو سرکاري کمېشن وايي، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې څه باندې ۸،۰۰۰ قضیې هوارې کړې دي. ویډيويي رپورټ.
پاکستان د سیمې له هغو هېوادونو یو دی چې پکې په تېرو کلونو کې پرلیکه (انلاین) کاروبار وده کړې. خو انلاین کاروباریان وايي چې د انټرنېټ ورو کېدو ورته ډېر زیان رسولی دی او کاروباري چارې یې تر ۸۰ سلنه پورې اغېزمنې شوې دي. د برېښنايي او انټرنېټي حقونو سازمانونه وايي چې حکومت د ټولنیزو شبکو او ووبپاڼو کنټرولولو هڅه کوي او د دې لپاره یې یو لړ اقدامات کړي چې له وجې یې د انټرنېټ رفتار کم شوی دی. تفصیل په دې رپورټ کې.
په چين کې هر کال د هغه هېواد د قمري کال د اوومې میاشتې پر اوومه نېټه چېشي مېله کېږي. چېشي د مینانو ورځ یا وېلنټاینز ډې وي. سږ کال دا ورځ د اګست پر ۱۰مه ولانځل شوه چې پر مهال يې د چین په هېنان صوبه کې د نڅاګانو او موسیقۍ د نورو پروګرامونو ترڅنګ ډله ييز ودونه هم وشول. د هغې مېلې د لېدو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو خلک هم ورغلي ول. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډيوګانو جوړ رپورټ.
ځینې شنونکي وايي، د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګه، د خپلو فعالیتونو د تبلیغاتو او د نورو غړو د ګمارنې لپاره مجازي نړۍ ته مخه کړې ده. نور په ويډيو کې:
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې په لسهاوو د بشري حقونو، د زدهکړو، مدني فعالانو او په نورو بېلابېلو نومونو په لسګونه کسان نیولي او شکنجه کړي دي. په دغه راپور كى هغه خبريالانو او مدني فعالانو سره خبرى شوي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان وو.