ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 06.08.2024

د ۲۰۲۴ په لومړیو ۶ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ۴۴۸ کسان اوبو وړي دي

Mashaalradio.com 

د ژغورنې اداره ریسکیو ۱۱۲۲ وايي چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ۴۴۸ کسان ډوب شوي دي. چارواکي زیاتوي چې په دې کې د مقامي خلکو په ګډون سیلګري، ماشومان او ښځې شاملې دي. دا اکثره هغه خلک دي چې د ګرمۍ په موسم کې په خوړونو او سیندونو کې لامبي. د دومره ډېرو کسانو د وژل کېدو وجوهات څه دي او مخنیوی یې څنګه کېدلی شي؟ په دې اړه د کرښې پر غاړه خپرونه د شاهين بونیري په کوربه توب واورئ.

خبریاله کورماشېوا له بنده تر خوشې کېدو وروسته خپل احساسات بیانوي

Mashaalradio.com 

د ازادې اروپا راډیو خبریالې السو کورماشېوا، د اګست پر لومړۍ نېټه د زندانیانو په تبادله کې د روسیې له بنده ازاده شوه. نوموړې وايي چې تر خوشې کېدو وروسته ورته محسوسېږي چې اوس خوندي ده. د روسیې یو عدالت تېره میاشت کورماشېوا ته د هغه هېواد د پوځ پرضد د ناسمو خبرونو خپرولو په تور د شپږ نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه. کورماشېوا، د ازادې اروپا راډيو او د امریکا حکومت دا تورونه رد کړي ول او عدالتي پرېکړه یې سیاسي بللې وه. کورماشېوا د چيک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ازادې اروپا راډيو د خبریالې په توګه کار کوي او د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري. Читать дальше...

د خوست له میخانیکي انستيتیوت فارغ شوي ځوانان د کار په لټه

Pa.azadiradio.com 

دوشنبې په ورځ د خوست میخانیکي انسټیټوټ له څلورو څانګو سل تنه نوي فارغ شوي فني او مسلکي ځوانان ټولنې ته وړاندې کړل. یاد انسټیټوټ، چې ۶۷ کاله وړاندې د جرمنیانو په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړ شوی، دا مهال يې په ۷ بېلابېلو برخو کې شاوخوا یو نیم زر ځوانان د کسبونو پر زده‌کړو بوخت دي.

په صوابۍ کې د تحريک انصاف زرګونو پلويانو جلسه کړې

Mashaalradio.com 

د تحريک انصاف (پي ټي‌ای) او ملګرو ګوندونو غړيو د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې جلسه کړې ده. په جلسه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم خبرې وکړي. د اګست پر پينځمه شوې دې جلسه کې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د پي ټي ای ګرفتار مشران او غړي‌خوشې کړي او نور دې نه نیسي. د تحريک انصاف مشرانو د ويناوو په وخت ګواښ وکړ چې که د ملګرو د نیولو سلسله یې ونه درېدله نو احتجاجونه به پراخه کړي. حکومت تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ويلي خو مخکې یې ويلي وو چې د تحريک انصاف مشران د درغليوو په قضيو... Читать дальше...

د قرغیزستان شپانه څنګه ژوند کوي؟

Mashaalradio.com 

د مرکزي اسیا هېواد قرغیزستان په تېرو لسیزو کې پرمختګ کړی دی خو شپانه یې وايي چې اوس یې هم ژوند د پلرونو او نیکونو په څېر تېرېږي. هغوی وايي چې د پېړیو پخواني دود له مخې، خپل مالونه هر کال په اوړي کې په غرونو کې ورشوګانو یا څړځایونو ته بیايي او بیا په مني کې د واورې ورېدو په پیلېدو کلیو ته ستنېږي. شپانه خپلې کورنۍ هم غرونو ته بیايي او ښځې یې هم په مال ساتنه کې مرسته کوي. هغوی وايي چې کار یې ډېر ستړی کوونکی دی او په باران کې یې مشکلات لا زیاتېږي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.

په انګلستان کې یوه تاریخي ونه پرې شوې

Pa.azadiradio.com 

دغه ونه سل کاله پخوانۍ ده او تېر کال وهل شوې وه، خو اوس یې د تنې او کوندې په شاوخوا کې تېغونه پرې شوي دي. د ونې په قصدي وهلو دوه کسان تورن شوي او په ډسمبر کې محاکمه کېږي.

ایران د افغانستان پولې ته نژدې په دوغارون کې لګېدلی اور له څو ساعتونو وروسته وژلی

Pa.azadiradio.com 

پرون دوشنبې په دوغارون کې د افغانستان او ایران د ځانګړي اقتصادي زون د تېلو په ټانکونو کې پراخ اور ولګېد. د ایران دولتی رسنیو راپور ورکړی چې په اور کې څلور کسان ټپیان شوي دي. د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې د اور وژلو په عملیاتو کې د افغانستان د اسلام کلا بندر اطفائیې هم برخه واخیسته.