ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 03.08.2024

جرګې د خوستیو وروڼو ۱۶کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه

Mashaalradio.com 

د خوست د صبریو او یعقوبیو په ولسوالۍ کې د قومي مخورو او ځايي اوسېدونکو په هلو ځلو د دوو سکه وروڼو د کورنیو تر منځ ۱۶ کلنه زړه دښمني پای ته ورسېده. په دې وروستیو کې په لویه پکتیا او په ځانګړې توګه په خوست کې د کورونو، خېلونو او قومونو په منځ کې د دښمنیو د پای ته رسېدو لپاره هڅې ډېرې شوې دي. په لویه پکتیا کې د ځمکو، غرونو، دښتو او نورو مسایلو باندې دښمنۍ له پخوا راهیسې مهمه ستونزه ده چې د خلکو ژوند، کار او پرمختګ یې اغېزمن کړی دی. ویډیویي رپورټ.

په خوست کې له یو شخصي پوهنتونه ۵۴ زده کوونکي فارغ شول

Mashaalradio.com 

په خوست کې د دعوت پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه ۵۴ ځوانان فارغ شوي دي. فارغانو له اړوندو ادارو څخه په خپلو څانګو کې د کار زمینې برابرولو غوښتنه وکړه. په همدې حال کې د شخصي یا خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي چې د پخوا پرتله یې ګټه کمه شوې نو ځکه د زیاتې مالیې ورکولو امکان نه لري. پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې ګڼو نجونو او هلکانو په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې کولې خو دا ځل له دعوت پوهنتونه یوازې هلکان فارغ شول. ویډیويي رپورټ.

په بادغیس کې ښځو د اچارو کارخانه جوړه کړې ده

Mashaalradio.com 

د افغانستان په بادغیس ولایت کې ښځو د اچار کارخانه جوړه کړې ده. په هغه کارخانه کې شاوخوا ۴۰ ښځې کار کوي چې ډېری یې په ۲۰۲۱ز کال کې پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له لوړو زده کړو او په حکومتي ادارو کې له کاره بې برخې شوې وې. د ترشي یا اچار اچولو د کارخانې کارکوونکې وايي د د مالي ستونزو له وجې یې ژوند ګران شوی وو خو اوس د کورنۍ مرسته کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.