
په داسې حال کې چې بنګلادېش له سياسي ناکرارۍ څخه د رغېدو په حال کې دی، سېلابونو د خلکو کړاوونه زيات کړي دي. د چارواکو په خبره، د اګست تر ۲۳مې د سېلابونو له وجې د مړو شمېر ۱۵ ته رسېدلی او مېليونونو کسان يې اغېزمن کړي دي. ګل اياز د فرانس پرېس اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وایي چې د افغانستان له خاورې ښایي په لویدیځ کې بیا داسې برید وشي لکه د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسمې نیټې، خو طالبان وایي چې داسې حمله ممکن د پاکستان له خاورې وشي.
د اونۍ پېښې له متفاوتې زاويې
اوکراین د اګست پر ۲۴مه په داسې حال کې د خپلواکۍ ورځ لمانځي چې د روسیې له خوا پر دغه هېواد بشپړ یرغل دوام لري. د مشال راډیو اوکراينۍ څانګې له اوکرایني پوځیانو سره خبرې کړي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه جګړه کوي. دا ورځ د دوی لپاره په شخصي توګه څه معنا لري؟ ګل اياز د ويډيو پښتو بڼه وړاندې کوي.
د فرانسې په پاریس ښار کې د اګست پر ۲۸مه د پارالمپیک لوبو سیالۍ ترسره کېږي. په دې سیالیو کې هغه لوبغاړي/لوبغاړې برخه اخلي چې معذوره وي خو په خپل همت د میدان وړلو فکر ورسره مل وي. په دغو لوبو کې د لبنان ارز زهر الدين هم دی چې په یوه پښه معذوره دی او د ځغل په سیالیو کې به برخه اخلي. په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیويي راپور:
د سیند صوبې د دادو سیمې په ملاح کلي کې د بشري حقونو مبارزان او اوسېدونکي وايي چې د اقلیمي بدلون له امله سېلاونو نه یوازې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي، بلکې ځینې جینکۍ یې په وړوکي عمر کې واده کولو ته مجبوره کړې دي. په ملا حکلي کې په ۲۰۲۲ کال کې د سېلاونو له امله خلکو ته ډېر مالي تاوانونه اوښتي وو. په دې اړه د فرانس پرېس له ویډیو جوړ راپور.