
د خیبر پښتونخواپه سوات کې د "ولسي پاڅون" پلویانو د هغې پېښې پر ضد احتجاج کړی چې د سوات په مټه کې د اګست په ۱۴مه شوې وه. په هغې پېښه کې پر پولیسو ډزې وشوې او یو پولیس سرتېرې پکې ووژل شو. احتجاج کوونکو د دې پېښې په غبرګون کې د پولیسو سره د یووالي څرګندونه وکړه او په سیمه کې د امنیت غوښتنه وکړه. د مټې په سمبټ سیمه کې احتجاج کوونکو ټینګار وکړ چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي. ویډیویي رپورټ.
د عمان د لوبانو خوشبو په عربي هېوادونو کې خورا لوی نوم لري. هلته د لوبانو سلګونه کلونه پخوانۍ ونې شته چې پوستکی یې هم د خوشبو لپاره کارېږي او ورته بخور ویل کېږي. له لوبانو څخه جوړ عطر په یو وخت کې له سرو زرو هم زیات ګران ول. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
ډیورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې کلاسېف الله د بادیني سیمې په خان ډګر او لوبند کې اورښتونو د پټاټو یا الوګانو کښتونو ته لوی زیان اړولی دی. کروندګر وايي د دوی په لسګونه کروړه روپۍ تاوان شوی دی خو د دوی په وینا، حکومت یې تر اوسه هیڅ تپوس نه دی کړی. په دې اړه د صمد شبنم ويډيو راپور وګورئ.