ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 22.08.2024

شګفته ملک وايي بايد ښځو ته په فيصله سازۍ کې ونډه ورکړل شي

Mashaalradio.com 

دا اونۍ مو په مشال مرکه کې پښتنه سياستواله شګفته ملک مېلمنه کړی ده. نوموړې دوه واره د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې پاتې شوې ده. شګفته د نوښار ده او په سياسياتو کې يې لوړې زدکړی دی. نوموړې له خدايي خدمتګارې کورنۍ سره تعلق لري. شګفته وايي په سياست کې د ښځو کردار ډېر زيات مهم دی او په فيصله سازۍ کې زښت زيات اړين دی. بشپړه مرکه واورئ.

سيد ماهي شاه وايي لومړۍ سندره يې له کورنۍ په پټه ويلې وه

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د کرک ضلعې يو ځوان سندرغاړی سيد ماهي شاه دی. نوموړی په انګليسي ادبياتو کې ماسټري لري او له تېرو څو کلونو راهيسې په پېښور پوهنتون کې استاد دی. شاه هنر ته هم وخت ورکړی او وخت په وخت پښتو سندرې خپروي. دی وايي، کورنۍ ورته په دې شرط د موسيقۍ کولو اجازه ورکړه چې خپل تعليم به پوره کوي او معياري شعر به وايي. نوموړی زياتوي، تعليم يافته پښتانه ځوانان د موسيقۍ ميدان ته راتلل غواړي خو د زدکړې موقعې ورته برابرې نه دي. د سيد ماهي شاه دا خبرې اوځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

"د مينې کور" کې ځوانان بېلا بېل هنرونه زده کوي

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په لياري سيمه کې يوې ښځې داسې یو مرکز جوړ کړی چې ځوانانو ته پکې د بېلابېلو هنرونو زدکړې ورکول کېږي. دا مرکز "د مينې کور" نومېږي. بنسټګره يې وايي چې د مرکز د جوړولو مقصد ځوانان له غلا، نشو او ترهګرۍ راګرځول دي. دلته جینکۍ او هلکان د انځورونو جوړول، خطاطي، شاعري، سندرې او د موسیقۍ الات زده کولی شي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.

د بشري حقونو سازمانونو افغانستان ته د ريچرډ بېنټ پر تګ د بندیز پرېکړه "شرموونکې" بللې

Mashaalradio.com 

د دغه سازمان د اسیا د برخې مشرې ايلېن پییرسن د اګست پر ۲۱مه په يو بيان کې ويلي چې د طالبانو دا پرېکړه "د حیرانتیا وړ نه ده"، ځکه د هغې په وينا، دغه ډلې لا له وړاندې بشري حقونو ته "هېڅ پام نه دی کړی".

کورميوالو په خپله سيمه کې د امن لپاره احتجاجي مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د کورمۍ ځينو اوسېدونکو په خپله سيمه کې د امن لپاره په اسلام اباد کې خبري غونډه او احتجاجي مظاهره کړې ده. د اګست پر ۲۱مه د احتجاج ګډونوالو غوښتنه وکړه چې نور دې هلته د امنيت د ټينګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل شي. دا تر هغه وروسته ده چې په کورمه کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په فرقه ييزو نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. ويډيو رپورټ

د زېلېنسکي سلاکار: د روسیې کورسک کې د خوراکي توکو کمښت دی

Mashaalradio.com 

په روسیه کې د اوکراین تر ولکې لاندې په سیمو کې روغتونونه او دوکانونه بند دي او خلک د خوراکي شیانو له کمښت سره مخامخ دي. د اوکرایني ولسمشر یو لوړپوړي سلاکار میخایلو پودولیاک د اګست پر ۱۹مه د مشال راډیو اوکراینۍ څانګې ته ویلي چې هلته بشري مرستې رسوي او کییف د نړیوال قانون له مخې د ولس ساتنه کوي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.