ru24.pro
World News in Pashto
Август
2024

Новости за 23.08.2024

کاملا هریس د ډیموکرات ګوند له خوا خپله کاندیداتوري ومنله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس په رسمي ډول د هغه هېواد جمهوري ریاست لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیده شوه. اغلې هاریس تېره شپه د خپل ګوند د ملي کنوانسیون په څلورمه او وروستۍ ورځ په خپله تاریخي وینا کې ژمنه وکړه چې د اوکراین ترڅنګ به ودرېږي. دا هم په دې باب ویډیويي راپور

خوست کې د ځنګل ساتنې درې ورځنی پروګرام جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د ملګروملتونو په ملاتړ د ځنګلونو د ساتنې درې ورځنی پروګرام جوړ شوی و. د دغه پروګرام تنظیموونکي وايي، هدف د ځنګلونو ساتنې او رغونې ته د خلکو پام اړول دي. نور په‌دې ويډيويي راپور کې:

روسيه کې د اوکراين تر ولکې لاندې د سودژه ښار پر اوسېدونکو څه تېر شول؟

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د سرحدي ښار سودژه اوسېدونکو، چې د اوکرایني ځواکونو له‌خوا د دې ښار د نیولو له کبله یې ټکان خوړلی، د اګست پر ۲۰مه د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له خبریال سره خبرې کړي.

د قرغیزستان ښځې د پسو له وړیو قالینې جوړوي

Mashaalradio.com 

د قرغیزستان په يوه ليرې پراته کلي کې ښځې قالینې ووبدي او له دې لارې پیسې ګټي. د دوی دا قالینې پر انټرنېټ مشهورې شوې دي. د هغو ښځو د چرخې کار ځکه نوم ګټلی چې یوازې د پسونو وړۍ کاروي او رنګونه نه استعمالوي. د ازادې اروپا راډيو د قرغیزۍ څانګې له ويډيو په جوړ دې راپور کې ګورئ چې انټرنېټ او هنر څنګه دې ښځو ته د ګټې لويې وسیلې جوړې شوې دي.