په دوحه کې له ذبیح الله مجاهد څخه د خبریالانو پوښتنې
![په دوحه کې له ذبیح الله مجاهد څخه د خبریالانو پوښتنې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-0018-08dc993dec0a_tv_w800_h450.jpg)
د دوحې په ناسته کې د طالب پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت جګپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته وویل چې د ښځو حقونه د افغانستان کې یوه کورنۍ مسله ده. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ټینګار کړی چې د دوحې په خبرو کې باید د ښځو حقونه یوه اساسي موضوع وي. د دوحې دریمه ناسته یکشنبه پیل او دوشنبه هم دوام کوي.