
نړیوال سازمانونه او افغان ولس په داسې وخت کې له دې ستونزو سر ټکوي چې د ۲۰۲۳م کال د اګست پر ۱۵مه په زور پر افغانستان د واکمن شویو طالبانو حکومت لا هم د نړۍ یوه هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
که څه هم په مصر کې دا مهال سخته ګرمي ده خو په دغه هېواد کې په واوره د خويېدو د لوبې یا سکي لپاره په جوړ شوي ځانګړي لوبغالي کې د ګاډو د ځغل سیالۍ وشوې. په دغه لوبغالي کې مصنوعي واوره جوړه کړل شوې وه. د دې سیالیو منتظمین وايي په منځني ختیځ او افریقا کې په اول وار په واوره د ګاډو د ځغل سیالۍ وشوې. په دې سیالیو کې برخه اخیستونکي ډریوران وايي په شګو، صحراګانو او غرونو کې یې د ځغاستې سیالۍ کړې دي خو په واوره کې ګاډی ځغلول ګران کار دی. په دې هکله نور تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ