ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2024

Новости за 15.06.2024

مثلث: افغانستان او پاکستان کې وسله وال د نجونو له تعلیم سره ولې مخالف دي؟

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د جون دیارلسمه له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو زر ورځې پوره شوې، چې د ملګرو ملتونو په وینا یو اعشاریه یو میلیون نجونې د منځنیو ښوونځیو او لیسې له زده کړو بې برخې شوې دي او سل زره نجونې له پوهنتونونو پاتې شوې دي. د نجونو له ښوونځیو سره دا مخالفت نوی نه دی، په تیرو څو لسیزو کې چې په افغانستان کې د وخت د حکومت مخالفو وسله والو کومه سیمه نیولې ده، هلته یې د نجونو د ښوونځیو مخه نیولې ده. په پاکستان کې بیا د نجونو له زده کړو سره په وروستیو څه کم دو لسیزو کې دا مخالفتونه زیات شوي او په زیاتیدو دي. Читать дальше...

خوست کې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته ۲۸ پروژې بشپړې شوې دي

Mashaalradio.com 

په خوست ښار او شاوخوا کلیوالي سیمو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي مرسته ۲۸ پروژې بشپړې شوې دي. په هغو پروژو شاوخوا درې نیم مېلیونه ډالره لګښت راغلی او چارواکي وايي چې د پروګرام موخه ځايي خلکو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابرول او د ښار اوسېدونکو ته اساسي خدمات وړاندې کول دي. ویډیويي رپورټ.

نن د حج زیارت کوونکي عرفات کې سره راټول شول

Pa.azadiradio.com 

په خورا ګرمه هوا کې د امنیت او نظم د ټینګښت په موخه د عربستان دولت زرګونه سرتېري ځای پرځای کړي دي. له افغانستانه هم شاوخوا ۳۰زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی. د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې تمه کېږي سږ کال د حج زیارت کوونکو شمېر څه باندې د وو ملیونو ته ورسېږي.

نن سلګونه زره حاجيان د عرفات په ميدان کې راغونډ شوي

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې په سعودي عرب کې د حج مراسم پیل شوي، د جون پر ۱۵مه حاجیان د وقوف عرفه مهم رکن ادا کوي او له هغه وروسته به د جون پر ۱۶مه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي. سږ کال له سعودي پرته له نورو هېوادونو څخه له ۱۵ لکه زیات مسلمانان د حج فریضه ادا کوي. په دې اړه فرخندې اسد د رویټر اژانس له ویډیوګانو راپور جوړ کړی دی.

لوی اختر لپاره خلک له ښارونو خپلو کورونو ته ځي

Mashaalradio.com 

لوی اختر نږدې دی او خلک د خپلو خپلوانو سره یوځای نمانځلو لپاره له ښارونو څخه خپلو کورونو ته د تللو لړۍ پیل کړې ده. له همدې امله، د ګاډو په اډو او سټېشنونو کې ګڼې ګوڼې دي. په اسلام اباد کې مساپر شکایت کوي چې د ګاډو کرایې زیاتې شوي او اوږد انتظار کوي. د اډو چارواکي بیا وايي چې د ګاډو شمېر کم او د مسافرو شمېر زیات دی. له همدې وجې، ګاډي له یوې خوا ډک ځي خو له بلې خوا بېرته خالي راځي، چې له وجې یې ډریوران تلو ته زړه نه ښه کوي. ویډیویي رپورټ.

اېچ ار سي پي وايي، په سیند صوبه کې د بشري حقونو حالت خراب شوی دی

Mashaalradio.com 

د جون بر ۱۴مه په کراچۍ پریس کلب کې د غونډې په مهال کمېشن هغه رپورټ له رسنیو سره شریک کړ چې پکې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې دسيند صوبه په کچه سېمه کې د لږکيو نجونو د تښتونې، په زور مذهب بدلواو ودونو پېښې زياتي شوي دي.

عراقي وکیل د کوڅه ډبو سپیو د پاملرنې مرکز جوړ کړی دی

Mashaalradio.com 

یو عراقي وکیل د لارو کوڅو سپیو د ساتنې او ژغورنې لپاره د هغوی د ساتنې یو مرکز جوړ کړی دی. هغه وکیل وايي چې د مرکز جوړولو مقصد د لارو کوڅو ژوند خوندي کول او د هغوی خیال ساتل نصیر صادق العیداني وايي چې د سپیو د ساتنې ځای یې په خپله خرچه جوړ کړی دی. د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ