لوی اختر لپاره خلک له ښارونو خپلو کورونو ته ځي
لوی اختر نږدې دی او خلک د خپلو خپلوانو سره یوځای نمانځلو لپاره له ښارونو څخه خپلو کورونو ته د تللو لړۍ پیل کړې ده. له همدې امله، د ګاډو په اډو او سټېشنونو کې ګڼې ګوڼې دي. په اسلام اباد کې مساپر شکایت کوي چې د ګاډو کرایې زیاتې شوي او اوږد انتظار کوي. د اډو چارواکي بیا وايي چې د ګاډو شمېر کم او د مسافرو شمېر زیات دی. له همدې وجې، ګاډي له یوې خوا ډک ځي خو له بلې خوا بېرته خالي راځي، چې له وجې یې ډریوران تلو ته زړه نه ښه کوي. ویډیویي رپورټ.
