ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2024

Новости за 29.06.2024

مثلث: ایا کرکټ له سیاست سره تړلی دی؟

Pa.azadiradio.com 

وروسته تر دې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اورونو په نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې ورسیده په پاکستان کې یوشمیر کسانو نیوکې وکړې او پيغورونه یې ورکړل. په ورته ډول په افغانستان کې خلکو د خواله رسنیو له لارې د پاکستان د لوبډلې پر ماتې خوشالۍ وکړې، په هند او پاکستان کې هم وضعیت همداسې دي. په دې اړه دلته بحث کتلی شئ.

دوحې غونډه؛ څوک، له چاسره، پر څه خبري کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د یکشنبې په ورځ د  قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه دریېمه نړیواله غونډه پیلېږي چې په کې د نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازي برخه لري.

د دوحې ناستې ته په بدخشان کې د یو شمېر ښځو اعتراض

Pa.azadiradio.com 

د دوحې ناستې له پیلېدو یوه ورځ مخکې په بدخشان کې یو شمېر ښځو د دې ناستې په تړاو اعتراض وکړ. سبا د چنګاښ په لسمه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب، د لسګونو هېوادونو او طالب چارواکو په ګډون د قطر پلازمېنه دوحه کې یوه غونډه جوړېږي. په دې ناسته کې به د ښځو د حقونو او مدني ټولنو فعالان ګډون ونه کړي.

هندي وګړو د خپلې لوبډلې د بریا لپاره دعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د هند په اتراپردېش ایالت کې یو شمېر ځايي وګړو د خپلې کرکټ ملي لوبډلې د بریا لپاره د دعا ځانګړي مراسم پرځای کړل. د هند کرکټ ملي لوبډله نن د شل اوره نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې د جنوبي افریقا پر وړاندې سیالي کوي.

د لوګر په سنځل ګل مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو ګډون کړی

Mashaalradio.com 

د افغانستان په لوګر ولایت کې د سنځل ګل ۱۸مه دودیزه مشاعره شوې چې پکې د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو ترڅنګ د پښتونخوا شاعرانو برخه اخیستې وه. سنځل ګل مشاعره هر کال کېږي چې پکې د شاعرانو په ګډون ولسي خلک او د هنر او ادب مینوال په ګڼ شمېر کې ګډون کوي. د مشاعرې تنظیم کوونکو وویل، دا ډول مشاعرې د هېواد په بیارغونه، پرمختګ او د ملي یووالي په پیاوړتیا کې د ځوانانو او فرهنګیانو د رول د ډېریدو لامل ګرځي. ویډیویي رپورټ

بلوچ یکجهتي کونسل د لادرکه خلکو خوشي کولو غوښتنه تکرار کړې

Mashaalradio.com 

د جون پر ۲۸مه په کراچۍ پریس کلب کې غونډې ته په وینا کې سیمي دین بلوڅې وویل چې پلار یې ډاکټر دين محمد بلوڅ ۱۵ کاله مخکې له کوټې پورته کړل شو. هغه وخت دا وړه وه، له ماشوموالي د خپل ورک پلار د خوشې کولو لپاره غږ پورته کوي خو د پلار یې لا هم درک نه لږي.

بلوچستان کې کروندګرو د بجلۍ د کمي پرضد پیه جام هړتال کړی دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان کروندګرو د بجلۍ يا برېښنا د کمي پرضد په ټوله صوبه کې پیه جام هړتال کړی دی. کروندګرو د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت یو پلو د دوی د ټیوب وېلونو (کوهيانو يا باوړيو) له بجلۍ څخه لمرينې انرژۍ ته د اړولو ژمنه کړې او بل پلو یې د هغه اقدام تر عملي کېدو وړاندې لا پر دوی بجلي تر خوا لا زياته کمه کړې ده. ویډیویي رپورټ

د پاکستان قامي اسمبلۍ د امریکا استازو جرګې د قرارداد خلاف قرارداد منظور کړ

Mashaalradio.com 

د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.