حکومت مخالفه ګوندونه: پارلېمان باید د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړي
د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان، عمومي منشي یا سېکرټر عمر ایوب خان او اسد قیصر د پارلېمان ودانۍ مخې ته له خبریالانو سره په خبرو کې د عملیاتو مخالفت وکړ. قیصر د جون پر ۲۲مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې هم پر عملیاتو سخت انتقاد کړی وو.
