اوومه ورځ؛ له سعید شینواري سره
د اونۍ پېښو او خبرونو ته له متفاوتې زاویې څخه کتنه

د اونۍ پېښو او خبرونو ته له متفاوتې زاویې څخه کتنه
د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه د دغه وزارت په کلني راپور کې، چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ووبپاڼه خپور شوی، ویل شوي چې طالبانو تېر ۲۰۲۳ز کال کې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو د عبادت ځایونو ساتنه نه ده کړې.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر وايي چې د پاکستان حکومت لا د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو د لرونکو د لېږدولو په اړه هېڅ فیصله نه ده کړې. عباس خان د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د سېټېزن کارډونو د ستنولو په اړه به پرېکړه له طالبانو او نورو شریکانو سره په مشوره کېږي. په پسرلي کې داسې راپورونه ول چې ګواکې اسلام اباد په دویم پړاو کې د هغوی د ستنولو عمل هم پیلوي. خو عباس خان وايي هغه راپورونه ناسم ول. نوموړي دا هم وویل چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ترهګرۍ کې لاس نه لري. دا... Читать дальше...