ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2024

Новости за 06.06.2024

اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېښور مېشتی سارينده غږوونکی، اعجاز سرحدي دی. نوموړی په سيمه کې د ساريندې يوازينی غږوونکی دی. سرحدي د ساريندې د نوميالي استاد منير سرحدي زوی دی. اعجاز سرحدي وايي، تر پلار مخکې يې نيکه هم سارينده غږولې وه چې د ده په خبره، رېکارډونه يې په “ال انډيا راډيو” کې شته. سرحدي دعوه لري چې سارينده ډېر کلونه پخوا د خيبر د تيرا هنرمندانو ايجاد کړې وه. د نوموړي دا خبرې او غږولې ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

د کانکور ازموینې پیل شوې؛ د نجونو ځای بیا خالي دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لوړو زده‌کړو مرکزونو ته د محصلانو د جذب په موخه د کانکور ازموینې پیل کړې. خو بیا هم له شپږم ټولګي پورته پر زده‌کړو د بندیز له کبله په ازموینو کې د نجونو ځای خالي دی. له هغې نجونې سره خبرې شوي چې درې کاله مخکې له دولسمه فارغه شوه، خو سږ کال بیا هم د کانکور ازموینه کې شامله نه‌شوه.

د بلغاريا په "ګلابونو دره" کې تاریخي مېله شوې

Mashaalradio.com 

د بلغاریا د کازنلک ښارګوټي په "ګلابونو دره" کې له ۱۲۰ کلونو راهیسې دوديزه مېله کېږي چې کتلو ته یې هر کال د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو زرګونه خلک ورځي. د کازنلک چارواکي وايي چې د دې کلتوري میلې په هلو ځلو کې ۶،۰۰۰ ځايي کسان برخه اخلي او تمه ده چې کتلو ته یې سږکال تر یو لک پورې خلک ورشي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د چمن انتظاميې د پرلتوالو ۷ مشران نيولي دي

Mashaalradio.com 

د پرلتوالو په خبره، د پرلت کمېټۍ دغه مشران د جون پر څلورمه ماخوستن مهال د چمن ډېپټي کمېشنر راجه اطهر عباس خپل دفتر ته د خبرو لپاره ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل.

افغانان د ماین پاکۍ بهیر چټکولو غوښتنه کوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې اکثر د ځمکلاندې بمونو چاودنې کېږي چې پکې خلکو، په ځانګړي ډول، ماشومانو ته مرګژوبله اوړوي. ملګري ملتونه وايي، په تېرو شاوخوا ۱۶ میاشتو کې په هغه هېواد کې ۹۰۰ کسانو ته د ماینونو په چاودنو کې مرګژوبله اوښتې ده. په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر روان دی، خو اوسېدونکي یې وايي چې باید ژر پاک شي. انیسې اجمل یې په اړه د اې اېف پي له ویډیو رپورټ جوړ کړی دی.

مصر کې ډوډۍ څلور چنده ګران شوې ده

Mashaalradio.com 

د مصر حکومت کلونه وروسته د ډوډۍ بیه څلور چنده زیاته کړې ده. د ډوډۍ بیې زیاتېدو د هغه هېواد ولس اندېښمن کړی دی او وايي چې دومره لوړه بيه نه شي زغملی. هغوی ته مخکې حکومت په رعایتي نرخونو ډوډوۍ ورکوله خو اوس يې د غنمو پر درامد يا واريدېدو باندې د زیات لګښت له امله هغه رعایت ختم کړی دی. د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور