ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2024

Новости за 02.06.2024

د دمشق له ګلابه مربا هم جوړېږي

Mashaalradio.com 

د دمشق ګلاب خورا تاریخي ارزښت او خوشبو لري. په سوریه (شام) کې د ۱۲ کلنې جګړې له وجې اوس د پلازمېنې په شاوخوا کې زیات نه کرل کېږي، نو ځکه د هېواد د نورو سیمو کروندګرو یې کښت ته مخه کړې ده. په سوریه کې له هغه ګلابه اوبه ایستل کېږي، مربا ورڅخه جوړېږي او وچې پاڼې یې هم خرڅېږي. په اړه یې د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.

هند کې له ګرمۍ څخه د ساتنې لپاره د رنګار رنګو چتريو ځوړندولو نوښت

Mashaalradio.com 

هند د خپل تاريخ تر ټولو ګرمه ورځ د مې پر ۲۹مه وليدله چې په نوي ډيلي کې د تودوخې لوړه درجه ۵۲.۳ سېتڼي ګرېډه ريکارډ شوه. د دې هېواد په بل ښار احمد اباد کې خلکو له ګرمۍ څخه د ځان ساتلو لپاره نوښت کړی او په لارو کې يې چترۍ ځوړندې کړې دي.