
په مصر کې یوه ۶۲ کلنه ښځه د درنو وزنونو پورته کولو لوبغاړې ده. اماني ربیع وايي چې کله د کورنۍ او بچیو له مسوولیتونو اوزګاره شوه نو د دې شوق پوره کولو ته یې مخه کړه. هغې د وزن پورته کولو په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د سرو زرو ۸۹ مېډالونه ګټلي دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د کرکټ نړیوال شل اوره جام سیالیو په ترڅ کې د ګروپي وروستۍ لوبه د کوربه ویسټ اینډیز او افغانستان ترمنځ ترسره کېږي. تاسو د دې لوبې په اړه څه وړاندوینه کوئ او ستاسو په باور د افغانستان کوم ستوری به په دې لوبه کې ښه وځلېږي؟
شهباز شریف د جون پر۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اته اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای اېم اېف سره په مذاکراتو بوخت دی.
د نورو کلونو په څېر سږ کال هم په پاکستان کې د لوی اختر په رارسېدو د سبزو بیې لوړې شوې دي. د اسلام اباد په سبزي منډیۍ کې سوداګر وايي چې په اختر کې ځینې سبزۍ لکه ټماټر (رومیان یا سره باټینګر هم بلل کېږي) او پیاز زیاتې کارېږي نو ځکه ګران شوي دي. ویډیويي رپورټ.
د مشال راډیو خبریال وايي چې د شمالي وزیرستان په ځينو کلیو کې هم ځینې خلک د جون پر ۱۶مه اختر لمانځي او د پېښور په کچه ګړۍ کې مېشتو افغانانو هم د لوی اختر لمونځ کړی دی.
د امریکا په کېلېفورنیا کې د ژویو د خوندي ساتلو یوه اداره د ماشومانو روغتون ته بېلابېل ژوي لېږدول کېږي چې مقصد یې د ناروغه ماشومانو ساعت تېری دی. هغه اداره وايي ماشومان چې کله ژوي وګوري، په غېږ کې یې ونیسي یا ورته خبرې وکړي نو ارامه احساسوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.