امریکا تر تعقیب لاندې سره سره سراجالدین حقاني ابوظبۍ ته سفر کړی
د متحده عربي اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید آلنهیان د جون په ۴مه د ابوظبۍ په الشطي ماڼۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ له یوه طالب پلاوي سره کتلي دي.

د متحده عربي اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید آلنهیان د جون په ۴مه د ابوظبۍ په الشطي ماڼۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ له یوه طالب پلاوي سره کتلي دي.
د هند وزيراعظم نرېندرا مودي په عامو انتخاباتو کې خپله بريا اعلان کړې ده. په هند کې د اپرېل له ۱۹مې د جون تر لومړۍ نېټې پورې په څو بېلو پړاوونو کې عام انتخابات وشول چې پکې د مودي د ګوند بهارتيا جنتا پارټۍ (بي جې پي) په مشرۍ ايتلاف زياتې څوکۍ ترلاسه کړې خو بي جې پي د دروند اکثریت په ګټلو کې پاتې راغلې ده. تمه ده چې نریندرا مودي د جون پر اتمه په درېیم ځل د هند د وزیراعظم په توګه لوړه وکړي. د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو جوړ راپور
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د طالبانو د حکومت په نړيواله کچه په رسميت د پېژندل کېدو په لړ کې د پاکستان د پخوا په شان فعالیت نه کول او د روسيې پلان چې طالبان به د ترهګرو ډلو له لېسټه څخه باسي، بېلابېل اړخونه څېړل شوي دي.
دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بلوچستان څانګې مشر حبيب طاهر اېډوکېټ مېلمه کړی دی. د نوموړي پلار د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو په دور کې د سېنېټ مرستيال مشر او وفاقي وزير پاتې شوی. نوموړی د بلوچستان له چاغي سره تعلق لري او وکالت هم کوي. حبيب طاهر وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو مسله د پخوا پرتله جدي شوې ده. نوموړی زياتوي، که څه هم په پاکستان کې سياسي حکومت راغلي خو دې موضوع ته جدي پامرنه نه کوي. د نوموړي په خبره د بلوچستان ستونزې د پسماندګۍ په ختمولو او د حقونو په ورکولو سره ختمېدی شي. Читать дальше...
پرلتوالو د خپلو غوښتنو په حق کې شاوخوا يوه میاشت وړاندې د کوږک د ګړنګ په غره کې د هرډول ګاډو پر مخ لاره تړلې وه.
د تایلینډ په لوپبوري ښار کې بيزوګانو (شادوګانو) د خلکو ژوند ستونزمن کړي دي خو چارواکي هم د هغوی د نيولو لپاره نوې لارې چارې لټوي. ښاري چارواکي په قفسونو کې خوږې مېوې ږدي او چې څنګه بيزوګان د هغوی د خوړو لپاره ورشي نو ونيول شي. خو شادوګانو هم د دي حل لاره موندلې چې له نيولو ځان وژغوري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.