ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2024

Новости за 22.06.2024

هغه ورزشکار چې معتاد و، خو اوس د یوه مرکز روزونکی دی

Pa.azadiradio.com 

عارف محمدي د ورزش برخې ۱۲ کلنه مخینه لري او اته کاله مخکې په نشه‌يي توکو روږدی شوی و. هغه چې اته میاشتې مخکې نشه‌يي توکي پرېښي، اوس د روږدو کسانو د درملنې د یوه مرکز امنیتي مسوول دی او دغلته په نشه‌يي توکو اخته کسانو ته تمرین ورکوي.

د خبریال خلیل اپریدي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره شوې

Mashaalradio.com 

د خیبر ضلعې په جمرود کې خبریالانو د خلیل اپریدي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې د سیمې خبریالانو ترڅنګ سیاسي او مدني فعالانو ګډون وکړ. احتجاج کونکو له جمرود پریس کلبه تر باب خیبره لاریون وکړ. دوی خبریالانو ته د خوندیتوب شعارونه ورکول. خبریال خلیل اپریدي د جون پر ۱۸مه د لنډي کوتل په سلطان خېلو مزرینه سیمه کې وسلوالو په نښه کړی وو. د هغه د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې. د خیبر پولیس وایي د پېښې پلټنې کوي. ویډیویي رپورټ