مينه ګل وايي د خپلو سندرو شعر او موسيقۍ ته خاص پام کوي
![مينه ګل وايي د خپلو سندرو شعر او موسيقۍ ته خاص پام کوي](https://gdb.rferl.org/eafd7b94-5a28-4738-b76f-6e78363ddc7e_w800_h450.jpg)
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې وايي د سندرو پيل يې په ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان ټېلېويژن له اسلام اباد څانګې څخه کړی دی. د دې په خبره، اول به يې اردو او سرايکي سندرې ويلې خو وروسته يې د ځينو پښتنو هنرمندانو په مشوره پښتو سندرو ويلو ته مخه کړه. مينه ګل خوشاله ده چې پښتنو يې يوشمېر سندرې خوښې کړې دي. د نوموړې دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.