پاکستان: د امریکا د استازو جرګې پرېکړه لیک د اسلام اباد او واشنګټن د تعلقاتو لپاره تعمیري نه دی
![پاکستان: د امریکا د استازو جرګې پرېکړه لیک د اسلام اباد او واشنګټن د تعلقاتو لپاره تعمیري نه دی](https://gdb.rferl.org/7ce7345b-9f06-4853-ab64-f52f64c094ac_w800_h450.jpg)
د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.