ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29
30

سوېټزرلینډ کې د هوسیو بچیو ژغورلو لپاره ډرون کارېږي

0
سوېټزرلینډ کې د هوسیو بچیو ژغورلو لپاره ډرون کارېږي

په سوېټزرلینډ (سوېس) کې یو خیریه بنسټ د هوسیو د بچیو ژغورلو لپاره بې پیلوټه الوتکه یا ډرون کاروي. په هغه هېواد کې هوسۍ ازادې ګرځي او په پټیو کې بچي زېږوي چې اکثر د فصل رېبلو یا لوونو پر مهال تر ټرېکټر لاندې کېږي او وژل کېږي. خیریه بنسټ وايي چې په هغو پېښو کې هر کال د هوسیو شاوخوا ۲،۰۰۰ بچي وژل کېږي. همدا لامل دی چې هغه بنسټ په پټیو کې د هوسیو د بچیو لیدو او ژغورلو لپاره ډرون کاروي. کروندګر وايي د هوسیو بچیو په مرګ دردېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.