د بنګلهدېش حکومت وايي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې اطلاع ورکړې چې د ميانمار د روهينګيا ٧ سوه زره مسلمانانو له منلو وروسته، نور کډوال نهشي منلاى.
د بنګلهدېش د بهرنيو چارو وزارت معين شاهد الحق پرون وويل:
"زه خواشينى يم چې امنيت شورا ته اطلاع ورکوم چې نور په هغه موقف کې نه يو چې د ميانمار نور وګړي ومنو."
ملګرو ملتونو د ميانمار يا برما په راخين ايالت کې له کورونو د روهينګيا اقليت شړل، د عامه وژنې په توګه درج کړي دي.
د دغو وګړو ډېره برخه د افراطي وسلهوالو پرضد د ميانمار په راخين کې د... Читать дальше...