ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

امریکا د اسامه بن لادن د زوی د معلوماتو په بدل کې جایزه اعلان کړه

0
امریکا د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د ځای ځای‌ګی د موندلو په اړه د معلوماتو په بدل کې تر یو میلیون ډالرو پورې جایزه اعلان کړې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حمزه د القاعده شبکې د مشر په توګه د ظهور په حال کې دی.


خبرپاڼه زیاتوي، نوموړي پر انټرنیټ په خپرو شویو غږیزو او ویډیويي پیغامونو کې له خپلو پلویانو غوښتي دي چې پر امریکا او د هغه پر لویدیځو متحدانو حملې وکړي او همدا راز ګواښ یې کړی چې له امریکا نه به د خپل پلار د وژنې غچ واخلي.


حمزه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په یوه غږیز پیغام کې امریکا ته په خطاب کې وویل، که فکر کوئ چې په اېبټ اباد کې ستاسو د جنایت بدل به وانه‌خېستل شي تېر وتلي یئ.


بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته نژدې په ایبټ‌اباد ښار کې د امریکايي کومانډو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.


پاکستان، افغانستان، سوریه او عراق هغه هېوادونه دي چې ویل کېږي ښايي حمزه بن لادن پکې دېره وي.