ru24.pro
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 31.03.2019

د اسلام اباد پرلت لپاره تياری کوو: منظور پښتین

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به یې احتجاجي جلسې روانې وي. نوموړی وايي دوی به یو وارې بیا د بشپړې تیارۍ سره اسلام اباد ته ځي او پرېکنده تحریک به چلوي.

په افغانستان کې د کرکټ د یوې نوې بڼې سیالۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرکټ د نوې بڼې (د وروستي لوبغاړي لوبېدلو) سیالۍ پیلېږي. د کرکټ د دغې بڼې د پرانيستې مراسم نن په کابل کې وشول او ټاکل شوې چې لومړی پړاو سیالۍ یې د جون په میاشت کې پیل شي. د دغو سیالیو مسؤل فواد احمد وايي چې د (last man stand) کرکټ لوبو له لارې هڅه کېږي چې د کرکټ په برخه کې نوي استعدادونه پیدا او وروزل شي. د وروستي لوبغاړي د لوبېدو د کرکټ سیالۍ له مروج کرکټ سره د لوبغاړو او لوبو په قوانیو کې يو لړ بدلونونه لري. د کرکټ د دې بڼې په هره لوبډله کې ۸ لوبغاړي لوبېږي او هر اور یې... Читать дальше...

چارواکي: موټرسایکل سپرو وسله والو په هرات کې ۲ تنه پولیس ووژل

Pa.azadiradio.com 

په هرات ښار کې چارواکي د دوو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن غرمه هغه مهال وشوه چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د هرات ښار په دوهمه ناحیه کې د پولیسو یو ساتنمن او یو سرتېری چې په سیمه کې یې ګزمه کوله، په ډزو ووژل او د پېښې له ځایه وتښتېدل. د چارواکو په وینا، د دې پېښې د عاملانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د سعودي پاچا پر جولان لوړو د سوریې د حاکمیت زیانمنوونکی اقدام رد کړ

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د عربي هېوادونو مشران به نن په سرمشریزه کې د امریکا د هغې پرېکړې په وړاندې په یوه خوله مخالفت څرګند کړي چې د جولان پر لوړو یې د اسرائیل حاکمیت په رسمیت پېژندلی دی. د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز په تونس کې د عرب لیګ یا عربي ټولنې سرمشریزې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل، سعودي عربستان مطلقاً هر هغه اقدام ردوي چې پر جولان لوړو د سوریې حاکمیت زیانمنوي او په لوېدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د یوه فلسطیني دولت چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي، د جوړېدو ملاتړ کوي. د دغې یوې ورځنۍ... Читать дальше...

د سلواکيه لومړنۍ ښځينه ولسمشره

Mashaalradio.com 

زوزانا کاپتووا د سلواکیه جمهوریت په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه انتخاب شوه. پایلې ښيي چې نوموړې د ټولو رایو ۵۸.۴ سلنه ګټلې دي. د هغې په مقابل کې ازاد نوماند ماروس سیفچووېک ۴۱.۶ فیصده رایې ګټلې دي.

خجسته سمیعي سره د مشال مرکه

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال مرکه کې د خجسته سمیعي سره غږېدلي یو. نوموړې د افغانستان د بلخ ولایت د مزار شریف ښار سره تړاو لري،۲۲ کلنه ده او په بلخ کې د یوې راډیو خبریاله ده.

ازبکستان افغانستان ته د افغان سولې د بریا لپاره د مرستې ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، ازبکستان ورته ډاډ ورکړی چې دا هېواد د افغانستان د سولې د هڅو په بریالي کېدو کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. د ملي امنیت د شورا له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره نن د یو لړ مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې، کاملوف د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې تاشکند چمتو دی چې د افغانستان د هر ډول سولې د غونډې کوربه توب وکړي. Читать дальше...

د خاصه دارو احتجاج دوام لري

Mashaalradio.com 

د مومندو ضلعې په ګډون د پخوانۍ فاټا په ټولو سیمو کې خاصه دارو ځواکونو د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره احتجاجي کیمپونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت په وار وار ویلي چې د خاصه دارو او لیویز ځواکونو نوکرۍ به نه ختمېږي خو د دغو ځواکونو د پولیسو ادارې ته په اړولو کې به وخت لګېږي.

په سلواکیا کې لومړنۍ ښځه د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه

Pa.azadiradio.com 

په سلواکیا کې لومړنۍ ښځه د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. زوزانه چاپوتوا چې د چاپېریال ساتنې وکیله او د حکومت منتقده وه، د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په ډېر توپیر خپل رقیب ته ماته ورکړه. د دغو انتخاباتو د تقریباً ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې مېرمن کاپوتوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم دور کې په سلو کې څه باندې ۵۸ رأیې ګټلې دي. د هغه رقیب خپلواک کاندید ماروش سیفچوویڅ چې د واکمن د سوسیال ډموکراسي بهیر ګوند له ملاتړه برخمن و، په سلو کې څه کم ۴۲ رأیې خپلې کړي دي. هغه خپله ماته منلې ده. Читать дальше...

په ایران کې یوه سړي د خپلې مېرمنې د کورنۍ ۷ غړي په ډزو وژلي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یوه سړي د خپلې مېرمنې د کورنۍ اووه غړي په ډزو وژلي دي. دا پېښه د ایران په جنوب لوېدیځ کې د دزفول ښار کې شوې ده. د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، تورن کس مخکې له دې چې خپل ځان په ډزو وولي، د کلاشينکوف په ډزو یې پنځه سړي او دوه مېرمنې ووژلې. مهر نیمه رسمي خبري اژانس وایي چې په دې پېښه کې چې پرون شنبه شوې، څلور تنه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د ډزو عامل ژوندی پاتې دی او په روغتون کې بستر دی. د دې پېښې د انګېزې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي، خو په ایران کې له... Читать дальше...

د کورمې مشرانو احتجاج ختم کړ

Mashaalradio.com 

د مسوزو قبیلې مشران وايي، په سیمه کې د ایف سي د یو چارواکي لخوا د دوی د غوښتنو له پوره کېدو تر ژمنې وروسته یې د مارچ پر ۳۰مه  خپل احتجاج ختم کړی دی.

پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې لپاره امنیتي ګامونه پورته شوي دي. جلسې ته د صوبې له بيلا بيلو سيمو څخه په ګڼ شمير کې خلک ورغلي دي. په ګډونوالو کې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې خپلوان يې ترۍ تم کړل شوي دي.

د پښتونخوا مشران رایو ځای کوو: شېرپاو

Mashaalradio.com 

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو وايي، دوی هم په خیبر پښتونخوا کې د پنځو سیاسي ګوندونو سره «د پښتونخوا اتحاد» په نوم یوځای شوي دي.

د غني خان په ياد کې غونډه

Mashaalradio.com 

د چارسدې په غني ډېرۍ کې د مارچ د ۳۰مې په ماښام د پشتو ژبې د فلسفۍ شاعر ارواښاد غني خان په یاد کې یوه پرتمینه غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي د ژوند او د فن په بیلا بیلو اړخونو ویناوې وکړې.

په مرکز مزارشریف کې د سولې د ولسي حرکت لاریون روان دی

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سلګونو کسانو په ګډون د سولې د ولسي حرکت لاریون روان دی. د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، د لاریون ګډونوال د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې جګړه بنده کړي او د سولې خبرو ته کېني. ده زیاته کړه: "د لاریون پرمهال له ولسونو غواړو چې سکوت مات کړي او خپل غږ پورته کړي چې په روانه جګړه کې نور ونه وژل شو او ترڅنګ یې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې نور جنګ بس دی، اوربند اعلان کړئ او یوې دایمي سولې ته ورسېږئ." ښاغلي وطندوست وویل چې د سولې... Читать дальше...